The news is by your side.

روژه کې د پریود بندول کوم زیانونه لري؟

خبریال وېبپاڼه: روژه کې اکثریت خلک د خپلو کورنۍ نجونو او مېرمنو ته د پریود د بندولو ګولۍ راوړي، چې پوره ۳۰ روژې ونیسي او کومه ترې پاتې نه شي.

میاشتنی عادت نجونو د ژوند یو طبیعي حالت دی، نه درلودل یې او غیر منظم پریود د تشویش خبره ده. په روژه کې ګولۍ خوړل او په غیر طبیعي ډول پریود بندول ډېر زیان لري او حتی که د یوې نجلۍ پریود دوه یا درې میاشتې ځنډ شي دا ډېره د تشویش خبره ده ، ځکه د مور کېدو چانس یی کمیږي او نور فزیکي دردونه ورته پیدا کیږي، سره د روحي او هارمون غیر بیلانس کېدو، د جنسي خواهش کمېدو او په بدن کې یې تغیرات راځي.
د الله ﷻ په هر کار کې لوی لوی حکمتونه دي او که کومه مېرمن د پریود مخه نیسي چې میاشتنی عادت یې په عذاب نکړي، یا پوره روژې ونیسي، ډېر احتمال دی چې د نرانو په څیر یې په مخ ویښته یا ږیره را شنه شي.
که چیرته روژه کې میرمنې او نجونې د پریود ځنډول د ګولیو په واسطه کوي، یو د عوراضو نه یی دا دي چې دا ګولۍ کولای شي د وینې جریان رامینځته کړي، کوم چې د هورمونول بدلونونو له امله ستاسو د پریود د ګولیو په استعمال تاثیر نکوي، برعکس تاثیر هم کیدای شي ولري ( د پریود منظم اته ویشت ورځنۍ دوره غیر منظمه شي چې نور فزیکي دردونه لکه د ګیډې پړسوپ هم ورسره مل وي)
په اوږد مهاله استفاده دا کولای شي چې د ریپرودکشن سیستم هم بده اغیزه ولري.
هیڅ وخت کیمیاوی او بیالوژیکي درمل په خپل سر مه خورئ.

لیکنه: نګین کرګر

ځواب ورته ورکړئ‌