The news is by your side.

افغانستان کې د میراثي او دیکتاتوري سیاست پایلې

خبریال وېبپاڼه: د ښاغلي ګلبدین حکمتیار د لمسي عبدالله بهیر په اړه مې په افغانستان انټرنشنل – پښتو کې یو راپور ولوست او هم مې د نوموړي یوه مرکه له سعید شینواري سره د هغه د یوټیوب په چینل کې واورېده.
په دغه مرکه کې کومه نوې خبره نه شته فقط په تیرو واقعیتونو یو بل د تایید مهر دی.
دا چې زه هم هغه وخت د امریکا غږ راډیو سیمه ییز خبریال وم، د پیښور د قتلونو په هکله مې کلونه د مخه په خپل کتاب کې چې ((د واقعیتونو په بهیر کې)) نومیږي، یادونه کړې وه، چې څنګه جهادي تنظیمونو د پاکستان د ای اس ای په ملاتړ او شراکت قتلونه کول. په دې لړ کې ما د خپلو دوو وروڼو، ماما زوی او ترورزي مثالونه هم ورکړي وو.
پر دې سربیره په پاکستان کې د افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتنو د قتلونو د شالید تر عنوان لاندې مې یوه مقاله هم یوه میاشت مخکې لیکلې وه، چې ځینو ویبپانو خپره کړې وه. د پېښور په قتلونو کې په خاصه توګه د حکمتیار اسلامي ګوند، جمعیت اسلامي، د خالص اسلامي ګوند، د مولوی محمد نبي حرکت انقلاب اسلامي او اتحاد اسلامي ډلو لاس درلود.
د بیلګې په توګه؛ له خاص کونړ څخه عطاءالله چې د وکیل ګل محمد خان زوی و، د بي بي سي د خبریال حامد علمي د یوه خپلوان سره چې مصطفی نومیده، یو ځای د حکمتیار اسلامي ګوند له خوا په پېښور کې نیول شوي و، چې وروسته د حامد علمي دغه خپل د حکمتیار د اسلامي ګوند د شمشتو له بندخونې څخه تښتیدلی و، ژوندی پاتې شو. عطاءالله تر نن ورځې پورې لا درکه او ووژل شو. د لیسې په دوره کې عطاءالله له ما دوه کاله مخکې فارغ شوی و او ډیر با استعداده انسان و.
زمونږ د لیسې د دورې استاد نور خان د جمعیت اسلامي له خوا په پیښور کې ونیول شو او د جمعیت اسلامي د دین بهار له حویلۍ څخه لا درکه شو. د هغه په قتل کې استاد یاسر چې هغه وخت د جمعیت اسلامي د دعوت او ارشاد د کمیټې مشر و او صبار عربي د مالي کمیټې مرستیال و، لاس درلود. صبار عربي د لغمان و او د ثور د کودتا په وخت کې په خاص کونړ کې قاضي و او له نور خان سره یې اختلاف په حزبي مسایلو کې درلود. همدا شان ډاکتر نسیم لودین د خالص د اسلامي ګوند له خوا په پېښور کې په شهادت ورسید. د پوهاند ډاکتر بهاوالدین مجروح، شهید عزیز الرحمن الفت او میرویس جلیل قتلونه خو واضح وو، چې د حکمتیار اسلامي ګوند په کې لاس درلود.
دا پورته مې یوازې د یو څو بیلګو یادونه وکړه، داسې نورې ډېرې پیښې شوي، چې ځینې یې ثبت شوي او ځیني یې ثبت شوي نه دي.
د عبدالله بهیر مرکې او راپور راته لاندې موضوعات راپه یاد کړل:
د ډاکتر نجیب الله د ورور صدیق الله راهي، چې د خپل ورور څخه یې لار بیله او پیښور ته ولاړ. هغه هم په خبري کنفرانس کې د خپل ورور او روسانو د ظلمونو په هکله خبرې وکړې. په هغه هم دا تور ولګید چې صدیق الله راهي رواني تکلیف لري. د واکمنانو، د متنفذینو او سیاسي مشرانو د کورنیو تر منځ اختلافات څه نوې خبره نه ده، دا اختلافات کله فکري وي او کله سلیقوي او عقدوي.
د افغانستان پاچاهانو د خپلو وروڼو سترګې ویستلي او وژلي دي؛ لکه شاه زمان چې د شاه محمود له خوا ونیول شو او په سترګو ړوند کړی شو.
سلیمان لایق د حضرت صبغت الله مجددي اوښې و؛ خو په سیاسي فعالیت کې سره مخالف وو.
د منهاج الدین ګهیځ له خپل سکه ورور سعدالدین شپون سره لارې جدا کړې وې.
د خوشال خان خټک زوی بهرام خان د مغلو سره د خپل پلار په وړاندې ودرېد.
د برهان الدین رباني د زوی جلال رباني لاره د خپل پلار او ورور سره جلا ده.
د غازي امان الله خان تګلاره د خپل پلار سره توپیر درلود.
د ظاهر شاه او داوود خان لارې سره جلا وې او همداسې ډیر نور مثالونه هو شته.
د پیغمرانو په کورنیو کې هم اختلافات و.
د ابراهیم (ع) پلار اذر بت پرست و.
د نوح (ع) زوی کافر و.
یوسف (ع) خپلو وروڼو کوهې ته واچوه.
د محمد رسول الله تره ابوجهل د هغه مخالف و.
د فرعون ښځه اسیه مسلمانه وه او داسې نور.
د همدغه اختلافاتو له امله د تیمور شاه اولادې د قدرت په سر کورني جګړې د افغانستان ثبات او تمامیت ارضي ته سخت تاوان ورساوه.
د ظاهر شاه د کورنۍ په داخل کې د داوود خان اختلافات د سردار ولي او نورو سره د افغانستان پرمختګ او ثبات ته صدمه ورسوله.
د خلقیانو او پرچمیانو تر منځ اختلاف او همدا شان د مجاهدینو تر منځ اختلافونه د کورنیو جګړو او د نظامونو د سقوط لامل شول.
د دغو کورنیو او ایډیالوژیکو اختلافاتو اغیزې د جمهوریت په وخت کې او هم د جمهوریت له سقوط نه وروسته اوس هم دوام لري. له بده مرغه د افغانستان په ولس باندې چپ او ښي افراطیونو یو شان ظلمونه کړي دي. د روسانو له راتګ څخه وروسته پرچمیانو د قتلونو پړه په خلقیانو اچوله او د لسګونو زرو کسانو نوملړ یې خپور کړ، چې په بندخونو کې وژل شوي و. له دغه نوملړ څخه د ۴۸۷۵ کسانو نومونه د هالنډ له جنایي جرمونو له ادارې سره شته، په دې هکله د خلق د پخواني رژیم دوه غړي محاکمه شوي هم و.
همدا شان د جنرال عبدالرشید دوستم او یو شمیر نورو کسانو په هکله شواهد له افغانستان او نړیوالو بشري حقونو سره ثبت دي.
 ظلم تل پټ نه پاتې کیږي او رسوا کیږي. د طالبانو له خوا اوس هم ظلم روان دی او هره ورځ بې ګناه افغانان شکنجه او وژل کیږي، تر اوسه د زرګونو کسانو نومونه ثبت شوي دي. یوه ورځ به د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو زامن هم د عبدالله بهیر غوندې څرګندونې وکړي.
د عبدالله بهیر په مرکه کې یوه خبره چې زما خوښه شوه، هغه دا وه چې هغه وویل؛ پلار یې د ده له نظریاتو سره په ظاهره مخالف ښکاري؛ خو په حقیقت کې موافق دی خو بیا یې هم ده ته یې ویلي وو، چې ته باید مخالفې څرګندونې ونه کړې؛ نو خپل پلار غیرت بهیر ته ویلې وو، چې کله تاسو حزبي کیدلی، ایا د خپل پلار او کورنۍ نه مو اجازه اخیستې وه؟ ځواب “نه” دی.
حل لار:
د دغه مرکې او پورته شواهدو پر بنسټ لاندې څو ټکي د افغانانو لپاره خورا زیات مهم دي چې باید ترې عبرت واخیستل شي. افغانان باید په ملي فکر سره راټول او د افغانستان د ګټو په پام کې نیولو سره له حزبي، سمتي، ژبني او شخصي ګټو څخه باید تېر شي.
دین د هر چا خپل دی او هیڅوک د دین محافظین نه دي، چې په خلکو په زوره دین ومني، الله تعالی ان خپل پیغمبر ته ویلي، چې ته د دین ساتونکی نه یې او د دین ساتونکی الله تعالی دی. د افغانستان اکثریت مطلق ولس مسلمانان دي او هر نظام چې راځي، باید د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ مخ ته لاړ شي، نو په دې خاطر هیڅ ډله د دین ټیکه داران نه دي چې د دین په نوم تجارت او سیاست وکړي.
جرم انفرادي عمل دی او سیاسي فکر هم د کورنیو په منځ کې سره توپیر لري. د یوه کس په ایډیالوژي، مونږ باید د هغه کس کورنۍ او قوم سپک نه کړو، ځکه هر قوم کې ښه او بد شته او سیاسي مسایلو ته باید قومي، مذهبي، سمتي او ژبني رنګ ورنکړو. هر څوک چې سیاسي مسایلو ته قومي، سمتي، دیني او مذهبي او ژبني رنګ ورکوي، په حقیقت کې دا افراطي نظریات دي او د افغانستان د وحدت لپاره د افیونو په شان ضرر لري.
د افغانستان اکثریت ولس ان د سیاسي ډلو کورنۍ هم د افغانستان د جګړو قرباني دي. عبدالله بهیر اوس ۳۷ کلن دی خو د ثور د کودتا په وخت کې زیږیدلی هم نه و او د افغانستان د جګړو مسوولیت هم په غاړه نه لري. کله چې زه په ننګرهار کې والي وم او د داعش خراسان د سلګونو غړو کورنۍ، ښځې او ماشومان ونیول شول نو له ښځو څخه مو پوښتنې وکړې تاسې ولې د خپلو میړونو سره د داعش لیکو ته ولاړی؟
د هغوی ځواب ډېر ساده و او اکثرو وویل، چې کله د دوی میړونه تلل نو دا د افغانانو کلتور دی، چې ښځې هم د خپلو میړونو سره یو ځای ځي. دا چې هغوی هلته تلل نو د دوی لپاره بله لار څه وه؟ په حقیقت کې د داعش د دغه غړو ښځې او ماشومان هم د جګړو قربانيان و.
د افغانستان او وروسته پاتې ټولنو یوه بله مهمه ستونزه دا ده، چې حزبي سیاست میراثي شکل نیسي او د میراثي سیاست او همدا شان حاکمیت پایله تل ذلیله وي. له بده مرغه ډېری افغانان اوس هم خپل قضاوتونه د تیرو دورو د ناکامو پالیسیو او ایډیالوژیو پر بنسټ کوي، چې د خپلو دورو نیمګړتیاوې او کړنې نه ګوري او په نورو دورو ملامتیا اچوي. ځینې فکر کوي چې د شوروي اتحاد سوسیالستي نظام به بیا راژوندی کیږي او ځینې بیا د پان اسلامیزم خوبونه ګوري.
نننی سیاست په انډیوالۍ او ایډیالوژیو ولاړ نه دی بلکې د ملکونو تر منځ په متقابله ګټو ولاړې دي. هر هیواد د خپل هیواد د ګټو لپاره له یو بل سره اړیکې لري او دا اړیکې تل تغییر پذیره دي.
د افغانستان د جګړو خبثیه دایره دومره لویه شوې ده، چې که په تیرو مسایلو بحثونه وشي نو تصفیه یې اسانه نه ده. همدا علت دی چې څه موده وړاندې ما په افغانستان کې د جګړو په صعودي اړخ باندې یوه لیکنه وکړه او د علل او معلول د فلسفې په اساس یوې دورې بلې دورې ته د ظلمونو زمینه برابره کړې ده.
له دې امله به ستونزمنه وي، چې مونږ ټول افغانان محاکمه او مجازات کړو، البته انفرادي جرم جلا مساله ده؛ خو باید له تیرو ناخوالو څخه عبرت واخلو او د راتلونکي لپاره کار وکړو.
تاریخ وښوده، چې د قدرت انحصار د نفي سیاست او په زور حاکمیت پایلې ختمیدونکې دي، نو ښه به دا وي چې ټول افغانان د طالبانو په ګډون له تیر تاریخ څخه عبرت واخلي او د راتلونکي لپاره د افغانستان د ګټو او تمامیت ارضي په چوکاټ کې په یوه منځګړي تګلاره د بین الافغاني ډیالوګ له لارې هوکړه وکړي، تر څو مشروع، قانونمنده او ولسواکه نظام په افغانستان کې رامنځته شي.
ټول افغانان له فکري اختلافونو سره د اساسي قانون په چوکاټ کې سره ګډ ژوند، کار او سیاست وکړي. دا ارماني فکر نه دی بلکې که داسې تګلاره رامنځته نه شي، افغانستان به د سیمه ییزو او نړیوالو د سیالیو او نیابتي جګړو ډګر وي. په دغه سیالیو او جګړو کې به له ټولو زیات تاوان افغانان پرې کوي. په دې کې شک نه شته چې د افغانستان بې ثباتي به په سیمه او نړۍ هم اغیز ولري، خو بیا به اوبه د ورخه تیرې وي او هیڅوک به څه نه شي کولی.
اوس لا هم وخت دی چې ټول افغانان له تیر تاریخ څخه عبرت واخلي او خپلو فکرونو کې مثبت بدلون راولي ‌چې یو بل ومني. که یوه ډله حکومت نیسي او نورو ته وایي چې تاسو په افغانستان کې د ژوند، کار او سیاست حق نه لرئ، دا ډول حاکمیت نه پخوا دوام کړی دی او نه به اوسنې حاکمیت دوام پیدا کړي او نه به راتلونکي حاکمان د نفي او انحصار د قدرت د سیاست له امله بریالي وي.

لیکنه: شاه محمود میاخیل

ځواب ورته ورکړئ‌