The news is by your side.

د تعلیمي ادارو فلجول او فکري وژنه

خبریال وېبپاڼه: کله – کله په خپلو لیکنو کې یادونه کوم، چې ولسونه اصل او حکومتونه د ولسونو فوتوکاپي وي؛ خو ځینې کسان د دې خبرې سره موافق نه دي او وایي، چې ولس مسوولیت نه لري بلکې حکومتي چارواکي همېشه مسوول وي؛ خو دا سمه نه ده ځکه د حدیث شریف روایت دی چې وایي: اعمالکم عمالکم. څنګه چې دې عمل وي، هماغسې دې چارواکي وي.
دا خبره په هر لحاظ سمه ده؛ ځکه انسانان په ټولنه کې حقوق او وجایب دواړه لري. څومره چې وجایب په ښه توګه ادا شي هماغومره حقوق هم په ښه توګه تر لاسه کوي، د وجایبو د ادا کولو او حقوقو د لاسته راوستلو لپاره علم او پوهه، سیاسي او ټولنیز جوړښتونه او ښه حکومتولي رول لري.

که د حکومتولۍ په بحث کې یو ساده مثال راوړو هغه به دا وي؛ که د پارلمان د ټاکلو لپاره ولس خپله رایه په ښه توګه استعمال کړي؛ نو یو ملک به ښه پارلمان ولري، ښه پارلمان به ښې کابینې ته رایه ورکوي، ښه کابینه به ښې پالیسي او پروګرامونه جوړ او پلي کوي. که ولس یو کس ته د قوم، سمت، ژبې او یا شخصي ګټو په خاطر رایه ورکړي؛ نو ولس به خراب پارلمان ولري. بېکاره پارلمان به بېکاره کابینې ته رایه ورکوي. بېکاره کابینه به خرابې پالیسي او پروګرامونه جوړ او تطبیقوي. داسې نه شي‌ کېدلي چې ولس رایه ابوجهل ته ورکړي او عدالت عمري وغواړي. په دې خاطر حکومتونه د ولسونو فوتوکاپي دي.

د تعلیمي نظام لوړې ژورې:

راځو اصلي موضوع ته؛ په تېرو پنځو لسیزو کې سربېره پر دې، چې د افغانستان فزیکي پرمختګ ټکنی او افغانستان د اسیا په کچه له ټولو څخه وروسته هېواد پاتې شو. د کورنیو او نیابتي جګړو له امله د افغانستان فکري رغونه هم شاته پاتې شوه.

په ملي روحیه تعلیمي نصاب چې د داود خان د حکومت په وخت کې پیل شوې و؛ ودرول شو. د جنګونو له امله د فزیکي جوړښتونو سره د افغانستان تعلیمي نظام، فرهنګي، کلتوري او ټولنیز بڼسټونه هم خراب شول. د پان اسلامیزم او پان سوسیالیزم مفکورو په اساس د افغانستان د تعلیمي ادارو نصابونه بدل او رابدل شول.

کله چې د طالبانو حاکمه ډله په ۲۰۰۱زکال کې سقوط کاوه، تعلیمي نظام د کیفیت او کمیت په لحاظ د افغانستان لپاره د نشت سره حساب و. تعلیمي سیستم دومره ټیتې کچې ته نزول کړې و، چې د دېرش څلوېښتو کلونو پخواني نوټونه او چپترونه به په ښوونځیو او پوهنتونونو کې استادانو تدریسول او اکثره د پوهنتونونو استادان به د لېسانس په کچه وو.
د جمهوریت په شل کلنه دوره کې د ټولو نیمګړتیاو سره په تعلیمي او فکري لحاظ ډېر کار وشو او د پوهنتونونو اکثره استادان او حتا ټول د ماسترې او دوکتورا کچې ته ورسېدل. البته هغه هم کافي نه وو او زیات نور کار ته یې اړتیا درلوده؛ خو د نیابتي جګړې او هم د دولت په منځ کې کشمکشونه د دې باعث شول چې د طالبانو د دویم ځل راتګ سره د هغه پرمختګ مخه بیا ډب شوه او افغانستان بیا د فکري او تشکیلاتي انحطاط او زوال سره مخامخ شو. د فکري او تشکیلاتي انحطاط رغونه زیاتې سرمایې ته اړتیا لري او د افغانستان غوندې فقیر هېواد ته به دا ګرانه وي چې ډېر ژر دې بېرته صعودي مزل پیل کړي.

د نجونو پر ښوونځیو له بندیز سره نوی پیل شوی تعلمي کال دا په داسې حال کې ده، چې لا تر اوسه د طالبانو د حاکمې ډلې او هم د طالبانو د فکري او سیاسي مخالفینو ترمنځ د افغانستان د بیا جوړولو لپاره هېڅ ډول فکري یووالې او تګلاره شتون نه لري. که فکري یووالی او تګلاره رامنځته هم شي، دا به څو لسیزې ونیسي، چې افغانستان بېرته د ۲۰۲۱ز کال د اګست څخه مخکې حالت ته ورسیږي؛ ځکه د افغانستان د علمي موسساتو، اداراتو او سیستمونو د له منځه وړلو او یا فلج کیدلو سره د افغانستان څخه لویه بشري سرمایه ووتله او دا بشري سرمایه په اسانې سره بېرته افغانستان ته ګرځیدلی نه شي. د هرې ادارې بیا فعاله کېدل پانګونې او وخت ته اړتیا لري. که څه هم د ډېری افغانانو په زړه کې به دا وي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي؛ خو د اکثرو کورنیو د ماشومانو زده کړې او هم کورني شرایط به د دې جوګه نه وي، چې بېرته ټول خپل هېواد ته د دایمې اوسېدلو لپاره ستانه شي؛ خو د یوټوبرانو او سیلانیانو تګ جلا خبره ده.
کله چې د ولسونو علمي او فکري وده رشد کوي، هماغومره د یو هېواد سیاسي، اقتصادي او امنیتي ادارو او موسساتو تهدابونه هم قوي کیږي. د قوي موسساتو په درلودلو سره یو هېواد د پرمختګ او ثبات خواته ځي. کله چې په یو هېواد کې د تعلیم مخه نیول کیږي هغه هېواد هیڅکله پرمختګ نه شي کولی. هغه هېواد به د فکري فقر سره مخامخ کیږي. تعلیمي او فکري رشد همېشه تدریجي وي او زیات وخت او پانګونې ته اړتیا لري؛ خو د تعلیمي نظام له منځه وړل بیا د ناشکن لوښي غوندې ډېر ژر د نظامونو په تغیر سره ماتېدلی شي؛ لکه څنګه چې افغانانو ولیدل چې په تېرو څو لسیزو کې حکومتونو او نظامونو سقوط وکړ او دې اړ و دوړ کې افغانانو ته په تعلیمي برخه کې زیاته ضربه ورسېدله.

د تعلمي ادارو نزول:
د طالبانو د بیا راتګ سره د افغانستان تعلیمي سیستمونو نزول او انحطاط په ډېر سرعت سره روان دی. دا درېیم کال دی، چې د نجونو پر مخ د لوړو زده کړو دروازې تړل شوي، کاري فرصت او حقوق ترې اخستل شوي او افغانستان ورځ تر بلې د فقر او فکري انحطاط خواته روان دی. د هلکانو او ځوانانو پر وړاندې د تعلیمي ادارو کیفیت او کمیت دواړه په تېرو درېیو کلونو کې له نیمایې څخه زیات خراب شوی دی. په زرګونو استادان له هېواده ووتل او په عوض په سلګونو مدرسې جوړې شوي دي. دا مهال په افغانستان کې څه له پاسه ۱۵۴۰۰ مدرسې موجودې دي، په ولایتونو کې د دارالمعلیمنو مراکز په نظامي مدرسو بدل شوي، چې هلته ماشومانو ته نظامي زده کړې ورکول کیږي او د هغوي مغزونه وینځي ترڅو نورو نیابتي جګړو لپاره یې اماده کړي. د نظامي مدرسو استادان اکثره د پاکستاني مدرسو څخه په لوړو معاشونو استخدام شوي دي. د نظامي مدرسو صلاحیت له والیانو هم اضافه دی او نه شي کولی، چې د دې مدرسو څخه نظارت وکړي.

د طالبانو د هرې ورځې په حاکمیت سره افغانستان په تعلیمي ډګر کې د دنیا د پرمختګ څخه یو کال وروسته پاتې کیږي.
د اسلام دین راتګ په خپله یو فکري تغیر و، چې مسلمانان یې د پرمختګ او ترقۍ خواته یوړل او کله چې د مسلمانانو په منځ کې د فکري رشد مخه ونیول شوه، مسلمانان هم د زوال خواته روان شول. د اروپا، امریکا، چین او نورو هېوادونو پرمختګ د فکري رشد په اساس رامنځته شوی دی.

هېوادونه د مټو په زور نه بلکې د فکر په زور جوړیږي او پرمختګ کوي. دا دی سږکال د حمل د لومړۍ نېټې سره بیا طالبان د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو او د لوړو زده کړو په برخه کې کوم پلان نه لري او دا د هېواد د نجونو او ولسونو سره نه بښونکې ظلم دی.

هو!
د ظلم انجام اخر زوال وي.

لیکنه: شاه محمود میاخیل

ځواب ورته ورکړئ‌