The news is by your side.

تشې متيازې د کومو ناروغيو له امله سوځي؟

له بدن څخه د تشو متيازو وتل، ډېر مهم کار دی، ځکه پښتورګي د بدن اضافي اوبه او خيري له وينې څخه فلتر کوي او مثانو ته يې لېږدوي، تر څو مثانې يې له بدن څخه وباسي.
په منځني ډول يو انسان په شپه او ورځ کې شپږ وارې تشې متيازې کوي چې په څلورو ساعتونو کې يو وار راځي، خو که د تشو متيازو پر وخت انسان سوځېدل احساسوي، نو د تشويش وړ خبره ده. دا د ډېرو ناروغيو لامل کېدلی شي چې په لاندې ډول دي:
د تشو متيازو په نلونو کې د سوځېدو احساس:
د تشو متيازو په نلونو کې سوزش د زياتو بکترياوو له امله رامنځته کېږي، د بدن دا برخه له پښتورګو څخه مثانو ته رارسېږي، چې د متيازو کولو پر وخت سوځي، د دې ناروغۍ نورې نښې، (ډېرې متيازې کول، په متيازو کې وينه، تبه، بدبويه متيازې د ورنونو او ملا درد) دي.
د مثانې حساسيت:
په مسانه کې د حساسيت له امله په تشو متيازو کې سوزش، په تشو متيازو کې ستونزه، په مسانه او شاوخوا برخو کې ستونزې، د شپې له معمول څخه زیاتې متيازې کول او نورې نښې نښانې پیدا کېږي.
په پښتورګو کې کاڼي:
په پښتورګو کې کاڼي د (کلسيم يا يورک اسيډ) د ټولېدو يا جمع کېدو له امله پيدا کېږي او ډېره دردونکي ناروغي هم ده. د دې له امله په تشو متيازو کې سوزش، ورنونو او ملا درد، د تشو متيازو رنګ ګلابي، متيازو کې ځګ، کانګې، زړه بدېدل، د درد په شدت کې بدلون راتلل، تبه، یخني احساسول او له عام وخت څخه کمې متيازې کول رامنځته کېږي.
له کيمياوي توکو سره حساسيت:
ځينې وختونه هغه توکي چې کيمياوي مواد ولري، کارول يې د متيازو سوزش رامنځته کوي، لکه: صابون، سپری، شامپو او داسې نور شيان.
ځانګړي درمل:
ځينې ځانګړي درمل مو د مثانې له ستونزو سره مخ کوي، چې له امله يې د متيازو کولو پر وخت تکليف او سوزش احساسېږي. که کله د لومړي ځل لپاره کوم نوي درمل کاروئ او دا نښې مو وليدلې، دا د همدغې درملو جانبي عوارض کېدلای شي.
کله ډاکټر ته مراجعه وکړو؟
که تشې متيازې مو سوځي او تکليف احساسوئ او دا ستونزه څو ورځې دوام وکړي، تر څنګ يې په تشو متيازو کې وينه او د ملا درد تر (۲۴) ساعتونو ډېر دوام وکړي او تبه هم درباندې وي، نو ژر تر ژره ډاکټر ته ورشئ.
لیکنه: فياض حميد

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance