The news is by your side.

ځينې عادتونه انسان پر کينسر ناروغۍ اخته کولی شي

ايا تاسو پوهېږئ چې د تمباکو نشه د (۱۵) بېلابېلو ډولونو کينسر ناروغۍ لامل ګرځي، چې په هرو (۱۰) نفرو کې (۹) د پپوسانو له کينسر سره مخ کېږي.
خو د دې سربېره چې څوک سګرټ څښي او له امله يې پر کينسر ناروغۍ اخته کېږي، ځينې نور داسې عوامل هم شته چې انسان له کينسر ناروغۍ سره مخ کولی شي.
چاقوالی:
په بدن کې اضافي چربي (ايسټروجن) او نور هورمونه زیاتوي، چې د حجرو د زياتوالي او خپرېدو لامل ګرځي او همدا شان له دې څخه د کينسر ناروغۍ خطر هم زياتېږي. د چاقوالي له امله د انسان (ډي اين ای) ته زيان رسېږي چې له امله يې انسان پر کينسر ناروغۍ اخته کېږي، د چاقوالي له امله د کولمو، سينې او د حمل پر مهال د کينسر رامنځته کېدو احتمال زيات وي.
ډېر کېناستل:
که تاسو په دفتر کې ډېر کېنئ، يا په کور کې تلوېزيون ډېر ګورئ، نو له دې سره د کينسر پر بېلابېلو ډولونو اخته کېدلی شئ، د يوې څېړنې له مخې، په ورځ کې دوه ساعته کېناستل د کولمو کينسر رامنځته کولو خطر (۸) سلنه زياتوي او د پپوسانو د کينسر خطر (۶) سلنه زياتوي، د يوې بلې څېړنې له مخې، کومې مېرمنې چې ډېرې کېني، په هغوی کې د سينې کينسر د لګېدو احتمال زيات وي.
د سرې غوښې زيات خوړل:
د مشهور پوهنتون (هاورډ) د يوې څېړنې له مخې، کوم خلک چې هره ورځ (۳) اونسه سره غوښه خوري، په دوی ې د زړه ناروغۍ يا د کينسر ناروغۍ له امله د مړ کېدو خطر (۱۳) سلنه لوړېږي، همدا شان (يالی) پوهنتون په خپله يوه څېړنه کې ويلي چې کومې مېرمنې چې د حيواني پروټينو څخه ډک خواړه خوري، په دوی کې د وينې سرطان لګېدو خطره (۷۰) سلنه لوړېږي.
له سګرټ څکوونکو سره نږدې اوسېدل:
ممکن تاسو نور کسانو ته د سګرټ څکولو اجازه ورکړئ او خپله فکر وکړئ چې دا مې روغتيا ته زيان لري او ويې نه څکوئ، خو دا فکر مو غلط دی، ځکه له سګرټ څکوونکي سره نږدې کېناستل تاسو ته هم زيان رسوي. د سګرټو لوګی په ميلينونو زهرجن کيمياوي مواد خارجوي، چې په دې کې (۷۰) سلنه د کينسر ناروغۍ لامل ګرځي، د دې لوګي لږه اندازه بدن ته تلل هم ډېر زيان لري او د پپوس کينسر رامنځته کولو لامل ګرځي او په ښځو کې د سينې کينسر رامنځته کولو امکان زياتوي.
ډېر نه ګرځېدل:
قدم وهل تر ټولو اسان ورزش دی، چې د دې لپاره تاسو ډېر زيار ويستلو ته هم نه اړ کېږئ، که په اوونۍ کې پنځه ورځې (۳۰-۳۰) دقيقې پياده مزل وکړئ، نو د کينسر ناروغۍ خطر ډېر راکمېدلی شي. د يوې څېړنې له مخې په ورزش کوونکو ښځو کې د سينې کينسر خطره ډېره کمېدلی شي.
ټلوېزيون ډېر کتل:
د طبي ساينس له مخې د شپې مصنوعي روښنايي که د انسان په بدن ډېره ولګېږي نو د کينسر ناروغۍ لامل ګرځي، په ځانګړې توګه په د دې له امله په ښځينه وو کې د سينې کينسر د احتمال زياتېدو شواهد په ډاګه شوي دي، په دې اړه د لا څېړنو اړتيا ده.
لیکنه: فياض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance