د وزن کمولو په اړه د مشهورو اشخاصو مشورې
ښه خوراک مو په وزن کې ډېر ژر زياتوالی راولي، خو خفه کېږئ مه، ځکه ښځې په دې ډله کې ډېرې راځي، د وتلو هنري څهرو فټنس د ښځينه وو لپاره يو ښه مثال دی، نن د لوستونکو د مالوماتو د ډېرولو او د زيات وزن څخه د ځان ژغورلو لپاره د مشهورو اشخاصو ځينې طريقې شريکوو، چې په هر موسم کې ستاسو په کار راتللی شي، دا مشورې مو ستاسې د اسانتيا په موخه په درې برخو وېشلې دي.
۱- د عذايي رژيم طريقې:
حقيقي هدف: د خواړو متخصص او ليکوال (سمانتها هيلر) ښځينه وو ته د وزن کمولو لپاره حقيقت خوښوونکي هدفونو د ټاکلو مشوره ورکړې ده، سمانتها وايي، د وزن کمولو په اړه له فکر کولو او اندازه لګولو څخه دا غوره ده چې تاسو پرېکړه وکړئ، په مياشت کې څومره وزن کمول غواړئ؟ د يوې مياشتې په بهير کې (۱۰) کيلو وزن کمول حقيقي هدف نه دی، غوره دا ده چې تاسو ورکوټی او لنډ مهاله هدف وټاکئ. د دې هدف ترلاسه کولو لپاره لومړی د ځانګړې اندازې لباس واغوندئ، دويم دا چې خوراکونه مو کنټرول کړئ او درېيم دا چې د خوراک او څښاک تاريخچه مو ځان سره وساتئ، د دې تر څنګ په خپل رژيم کې له بورې او خوږو مشروباتو څخه ځان وژغورئ، هره ورځ له (۱۰) څخه تر (۶۰) دقيقو پورې پياده مزل وکړئ او نيم قاب سلاد چې په هغې کې (پالک، کرم، کهوو او ګازر) وي، وخورئ.
په خواړو کې څه وي او څه نه؟: به وزن کې د کمښت راوستلو لپاره بايد تاسو په دې پوه ياست، چې زما په خواړو کې دې څه شی وی او څه نه؟ که تر اوسه مو دا کار نه وي کړی، نو اوس يې په اړه د فکر کولو لپاره ښه وخت دی. يو لړليک جوړ کړئ، په هغې کې وليکئ، هغه کوم شيان دي چې په وزن کې کموالی راوي. په دې اړه د وزن کمولو يو متخصص (جين) وايي، په دې فهرست کې له هرو خواړو سره پروټين او سبزيجات اضافه کړئ، خو له پروسس شويو خوړو څخه ځان وژغورئ، همدا شان به غوړو کې له سره شويو او چربي لرونکو خواړو څخه هم ځان وژغورئ، د سهار ناشتې پر مهال د عام پنير پر ځای کم شهميات درلودونکی پنير وخورئ، همدا شان چې بدن مو د اوبو له کمښت سره مخ نه شي، نو اوبه ډېرې وڅښئ.
۲ـ د ورزش تګلاره:
ورزش: موږ او تاسې په خپلو لیکنو کې ښځو ته له بېلابېلو لارو د وزرش کولو پر ارزښت غږېږو، دلته هم ګڼ شمېر عالمان په وزن کې د کموالي لپاره په دوامداره توګه د ورزش کولو سپارښتنه کوي. امريکايي هنرمنده (نتاليا رچرډسن) هم پر ورزش زيات تاکيد کوي، هغه وايي: زموږ زړه ورزش ته ډېره اړتيا لري، ورزش ډېرې (کيلوري) سوځوي، ورزش تاسو کور دننه هم کولای شئ، چې په وزن کې مو ډېر ژر کمښت راولي، همدا شان ورزش مو په ميټابولزم کې هم زياتوالی راولي، په ميټابوليزم کې د زياتوالي لپاره (نتاليا) په هر درې ساعتونو کې د صحت مند خوراک کولو سپارښتنه هم کوي.
له ورزش څخه خوند واخلئ: امريکايي هنرمنده او ليکواله (جين) وايي: په وزن کې کموالی غوښتونکې مېرمنې دې ورزش د خپلو ورځنيو کارونو برخه وګرځوي، يعنې د کور ورځني کارونه دې د ورزش په بڼه وکړي، لکه د کور پاکول، کالي مينځل او ځينې نور کارونه دې د ورزش په شکل وشي، له دې سره دوی له ورزشه خوند اخلي، ځکه کله چې ورزش په انسان بوج وي او بيا يې هم کوي، نو د ذهني نا ارامتيا سبب ګرځي، خو که کله ورزش په انسان بوج نه شي او خوند ترې واخلي، نو خپل هدف ته ژر رسېدلای شي.
۳- ورځني عادتونه:
په دې اړه متخصصين وايي، د منفي فکر کولو پر ځای د هغه چا له خبرو خوند واخلئ چې د وزن کمولو لپاره هڅې کوي.
د نوي کار پر مهال يا په وزن کې د لږ کموالي راتلو له امله خپل ځان نور هم وهڅوئ، دا کار به مو انرژي نوره هم ډېره کړي او په وزن کې د کموالي راوستلو دا پړاو به درته ستونزمن نه وي.
لیکنه: فیاض حمید