The news is by your side.

د هندواڼې بېلابېلې ګټې

الله تعالی ټول مېوه جات له هر موسم سره سم پيدا کړي دي، هندواڼه هم داسې يوه ډېرې اوبه درلودونکې مېوه ده چې د ګڼ شمېر ګټو تر څنګ د موسم له امله انساني اړتياوو ته په کتو پيدا شوې.
هر موسم خپلې ځانګړنې لري او هر موسم خپله خپله مېوه لري، هندواڼه هم داسې يوه مېوه ده چې له بېشماره ګټو به يې ممکن ناخبره ياست.
دلته يې د ځينو ګټو په اړه يادونه کوو:

د زړه ناروغانو لپاره:
د زړه ناروغي ډېره عامه شوې ده، د دې ناروغۍ لپاره د درملو کارول نه يوازې دا چې اقتصادي ستونزې جوړوي، بلکې ګڼې نورې روغتيايي ستونزې هم رامنځته کوي. د زړه ناروغۍ لپاره بهتره ده چې کورنۍ نسخې او درمل وکارول شي چې هندواڼه او ځينې نورې مېوې تر ټولو ښه درمل او نسخه کېدلای شي. په هندواڼه کې د (لايي کوپين) په نوم مواد د زړه ناروغانو لپاره ډېر ګټور دي چې په يوه څېړنه کې ښودل شوې چې د دې موادو کارول د زړه ناروغۍ کمولای شي.

د بدن اوبه پوره کوي:
د ګرمۍ په موسم کې زموږ د بدن اوبه د خولې په شکل کې له بدن څخه د پوستکي د وړو سوريو له لارې وځي، له همدې امله په اوړي کې بدن زياتو اوبو ته اړتيا لري، کولای شو په دغسې حالت کې د هندوانې په خوړلو سره د بدن اوبه پوره کړو.

د وېښتانو لپاره ګټوره ده:
په هندواڼه کې شته (وېټامن ای) د پوستکي لپاره ډېر ګټور دي، د هندواڼې يوه ټوټه کولای شي د وېټامن ای ورځنۍ اړتيا پوره کړي، همدا شان هندواڼه پوستکی او وېښته له خوشکۍ څخه ساتي.
د طب پوهانو په وينا هندواڼه د ډېرو ګټو تر څنګ ځينې زيانونه هم لري، دوی وايي چې هندواڼه بايد پر خپل وخت او په مناسبه توګه وخوړل شي، ډېر خوراک يې کولای شي چې د (هيضې) ناروغي رامنځته کړي.

لیکنه: فياض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance