The news is by your side.

خلیلزاد: اسلام اباد کې ناسته د افغان ښځو سره د خواخوږۍ په مانا نه ده

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې دوه ورځنۍ ناسته چې د اسلامي همکاریو له خوا په دې نوم راجوړه شوې ده، چې په افغانستان کې د نجونو تعلیم او د ښځو کار باندې لګول شوي بندیزونه غېر اسلامي وبلي او له طالبانو وغواړي چې افغانستان کې دې نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار اجازه ورکړي.

د دغه غونډې په اړه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلیزاد وايي، چې دا ناسته د افغانستان د ښځو سره د خواخوږۍ په مانا نه ده جوړه شوې، بلکې د دې لپاره جوړه شوې ده چې د طالبانو مشر خجالته کړای شي.

هغه زیاته کړې ده، چې دا غونډه د طالبانو سره د اختلافاتو په لړ کې یوه تبلیغاتي هڅه ده. هغه دا هم وویل چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د مشر فرمانونه غېر اسلامي او د بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

د یادولو وړ ده، چې په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو دغه غونډه چې په اسلام کې د ښځو د زده کړو په نوم ده، نن او سبا به ترسره شي او دا غونډه د سعودي عربستان په ملاتړ ترسره کېږي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance