امریکا: لاس اینجلس کې لګېدلی اور په څلورمه ورځ هم نه دی قابو شوی
د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس اینجلس ښار کې لګېدلی اور چې نن یې څلورمه ورځ دی، لا هم نه دی قابو شوی او د قابو کولو هڅې یې دوام لري، چې تراوسه پورې پکې ۱۱ کسان مړه شوي دي.
د لاس اینجلس پولیسو رسنیو ته ویلي دي، چې په ښار کې دغه اور دومره تباهي کړې ده، لکه په ښار چې اټومي بم غورځول شوی وي.
د یادولو وړ ده، چې په لاس اینجلس کې اوسېدونکو ۱۸۰ زره کسانو ته تراوسه پورې د سیمې پرېښودو امر شوی دی.
په لاس اینجلس ښار کې دا اور په ۶ ځایونو کې لګېدلی دی، چې تر ټولو زیات اور په پیلیسیډز سیمه کې لګېدلی دی، همدا راز دغه اور تر اوسه پورې ۱۰۰۰ څخه زیات تعمیرونه هم خراب کړي دي.
خبریال لوسي شیرف چې خپل کور یې هم په دغه اور کې سوځېدلی دی، رسنیو ته ویلي دي، چې دا څلورمه ورځ ده چې د لاس اینجلس ښار نه دوزخ جوړ شوی دی. زه د خپل یو ملګري کور کې یم، ما فکر کاوه، دلته به خوندي یم، خو اور لا پسې ډېرېږي او دلته هم زموږ خواته په رانږدې کېدو دی.