The news is by your side.

د ایران تکتیکي شاتګ، وایي پر پوله کنټرول زیات کړئ

خبریال وېب پاڼه/له افغانستان سره پر ګډه پوله پر مسافرو باندې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له خوا د شوي تشدد د حقیقیت موندنې پلاوي ته ایراني لوري ویلي چې په پوله کنټرول زیات کړئ.

وروسته له هغه چې د افغان مسافرو پر سیند لاهو کولو خونړۍ پېښه او جنایت رسنیز شو، افغانستان او ایران په ګډه د دغې پېښې د پلټنې لپاره ګد پلاوی جوړ کړ او تېره ورځ یې د افغانستان او ایران پر ګډه پوله خپل منځي ناسته لرله. ایراني لوري افغانستان ته ویلي چې په دغه سیمه کې دې خپل کنټرول زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره د هرات سیمه ییزو چارواکو په هریرود سیند کې د دوو نورو مسافرو جسدونه موندلي دي.

پرون پنجشنبې د دواړو هېوادونو ګډ پلاوي په ایران کې ناسته لرله چې په ترڅ کې یې ایران افغانستان ته وړاندیز کړی چې پر پوله دې نا فعالې سرحدي پوستې فعالې کړي. له دغې ناستې څخه افغان پلاوی هم بېرته هېواد ته را ستون شوی دی او تمه ده له چارواکو سره د دغې پلټنې موندنې شریکې کړي.

ایران د هېواد په ګاونډ کې تر پاکستان وروسته دویم هغه هېواد دی چې د افغانستان په چارو کې له لاس وهنې سربېره په ګڼو افغان مهاجرو باندې زور زیاتی کوي او په ایران کې مېشت یا د کار لپاره یوه برخه کسان منځني ختیځ ته د جګړې لپاره بیایي.

په تېرو څو کلونو کې په ځلونو دغه هېواد د یو شمېر افغان هزاره سیاستوالو په مرسته افغانان په عراق کې د خپلې نیابتې جګړې لپاره بېولي دي چې ډېری یې وژل شوي او یوه برخه نور تر اوسه پورې هم تری تم دي.

شاوخوا دوې اونۍ وړاندې د هرات له ذوالفقار لارې ایران ته په قاچاقي توګه تلونکي افغانان د ایراني پوله ساتو لخوا له نیول کېدو وروسته لومړی شکنجه او بیا په سیند کې لاهو کړل شوي وو. په دغه پېښه کې یوازې ۱۲ کسانو د لامبو په مرسته ځانونه ژغورلي وو او پاتې څه د پاسه ۴۰ کسان په اوبو کې ډوب او شهیدان شوي وو چې تر دې دمه یې له ډلې ۱۷ نادرکه دي.

له دغې پېښې وروسته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر له خپل ایراني سیال سره د ټلیفوني اړیکې له لارې توندې خبرې کړې وې او زیاته کړې یې وه چې له ایران څخه به په افغانانو د شوي جنایت پوښتنه کوي.

د دغې پېښې یو شمېر څارونکي وایي چې د ایراني پوله ساتو ځواکونو لخوا شوی جنایت ایراني لوري هم منلی خو دا چې له نړیوال فشار سره مخ نه شي، اوس د افغان لوري د ملامتولو هڅې کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance