The news is by your side.

د پنجاب حکومت پر خیبر پښتونخوا غنم بند کړي

خبریاا وېب پاڼه/ د پنجاب حکومت پر خیبر پښتونخوا غنم بند کړي او په هم مهاله توګه د پښتونخوا د اوړو په مېلونو کې غنم خلاص شوي دي.

خیبر پښتونخوا کې د اوړو د مېلونو اتحادیه وایي، چې له نږدې یوې میاشت راهیسې پرې د پنجاب حکومت له لوري غنم بند شوي او د دوی په مېلونو کې هم غنم نشته.

دوی وایي، چې د صوبې له حکومت سره یې دومره غنم نشته چې د دوی د یوې ورځې اړتیا هم پرې پوره شي، له دې کبله به د اعتراض په توګه د صوبې ټول د اوړو مېلونه تړو.

د پښتونخوا په مېلونو کې غنم خلاص شوي، د پنجاب د حکومت له لوري هم غنم بند شوي، د پښتونخوا د اوړو مېلونه د اعتراض په ډول تړل کیږي، د اوړو د مېلونو اتحدایه وایي، تر هغې به یې تړلي وي، تر څو یې حکومت ستونزه ور حل نه کړي.

خیبر پښتونخوا هره ورځ ١٤ زره مټرېک ټنو غنمو ته اړتیا لري، خو دا مهال له خیبر پښتونخوا سره ٢٩زره بورۍ غنم دي، چې د نیمې ورځې اړتیا هم نه پوره کوي.

په هم مهاله توګه خیبر پښتونخوا کې د اوړو د مېلونو تړل کېدو سره به زرګونه تنه خلک بې روزګاره شي.

خو د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، چې دوی اوس نه شي کولی چې مېلونو ته غنم ورکړي، ځکه اوس د غنمو د ټولولو فصل دی، اوس مهال د پنجاب حکومت هم د غنمو د کمښت له ستونزې سره مخ دی، د پنجاب د غنمو د کمښت ستونزه چې حل شوه، په څنګ کې به یې ژر تر ژره پر پښتونخوا په څو ورځو کې د غنمو بندیز لېرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وار وار د پنجاب د حکومت له لوري د پښتونخوا پر خلکو د غنمو بندیز لګیږي، چې ورسره په څنګ کې د اوړو بیې هم لوړیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.