The news is by your side.

ایا درې ورځنی اوربند به په دایمي اوربند واوړي ؟‌

خبریال وېب پاڼه – وسله والو طالبانو اعلان وکړ چې د اختر دریو ورځو کې به پر حکومت ي ځواکونو او ملکي‌تاسیساتو بریدونه نه کوي او دا اختر به درې ورځې اوربند وي .‌

د طالبانو تر اعلان سمدستي وروسته ډاکتر اشرف غني هم د ورته ګام د پورته کېدو اعلان وکړ او افغان امنیتي‌ځواکونو ته یې لار ښوونه وکړه چې پر وسله والو طالبانو بریدونه ونه کړي او اوربند پلی کړي .

داوسني‌اوربند او د تېرکال د اختر د اوربند ترمنځ توپیر دادی چې دا ځل به وسله والو طالبان ښارونو ته د تګ حق نه لري‌او نه به د حکومت ترکنټرول لاندي سیمو ته ورځي‌.‌

که څه هم دا د تېر په اڼدول پر وسله والو طالبانو یو بندیز دی ؛ خو بیا هم دغه اوربند ته دافغانستان لوی اکثریت وګړي‌ خوشحال او تر ډېره بریده د طالبانو دا عمل ستایل شوی دی .‌

د طالبانو له لوري‌ د اوربند اعلان ناببره وشو ؛ خو په داسي ‌وخت کې شوی چې دافغانستان پوځ د طالبانو خلاف پراخ عملیات پیل کړي دي‌.

د اوربند نه څو ساعتونه وړاندي‌دافغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد یوځل بیا اعلان وکړ چې د پوځ یرغلیز عملیات به تر هغو دوام کوي‌ چې تر څو وسله والو طالبانو تاتریخ وال نه وي ‌کم کړی .

په خواله رسنیو کې ځینو افغانانو د طالبانو د اوربند اصلي‌عامل د افغان پوځ عملیات ښودلي دي ؛ خو ځیني ‌نور بیا وايي‌ چې په دې وروستیو کې د طالبانو ځیني‌ لوړ رتبه قوماندانان کرونا وایرس نیولي ‌او طالبان غواړي چې د اوربند په بهانه کرونا ځپلی قوماندانان او طالبان تر خوندي ‌ځایونو ورسوي .

البته که هره خبره وي خو اور بند او ډز بندیز دافغانانو لپآره یوه لویه او ملي‌ غوښتنه ده چې د ولس په میانځ کې د طالبانو بایللی محبوبیت بېرته راژوندی کولای شي .

دافغانستان د چارو کارپوهه ډاکتر اکبر اکبر وايي چې دافغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند موږ د سولي تر منزله رسولای شي‌.‌ نوموړی زیاتوي ‌چې :‌

« جګړه د جنګیالو سره نه بلکه له جګړې سره په کار ده ، جنګ باید د جګړې له عاملو اړخونو او زېږندو سره وشي ، که دې اړخ ته دواړه لوري ‌پام وګړي نو دا اوربند غځېدلی هم شي‌او په دا یمي ‌اوبرند هم بدلېدلای شي .‌»

ډاکتر صیب اکبر زیاتوي‌ چې مونږه جنګ د جنګيالي سره نه دى که دا جنګيالې ځوان افغان عسکر وي او که ځوان طالب وي ؛‌زمونږه جنګ د جنګ سره دى

مونږه د هرې خوا جنګيالي لکه خوږ ګوتې ساتو خو نه جنګ پرېږدو او نه د جنګ پالونکي.‌

د ډاکتر صیب اکبر په څېر د افغانستان ګڼ وګړي په دې باور دی چې که دواړه لوري د یوبل معقوله او ملي ‌غوښتنو ته غاړه کښېږدي نو په افغانستان کې سوله راتللای شي .

طالبانو د اوربند اعلان د افغانانو غبرګون !طالبانو درې ورځي اوربند اعلان کړ.

Posted by khabarial.com on Saturday, May 23, 2020

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance