حکومت د سولې مذاکراتو ته چمتو دی
خبریال وېب پاڼه/ طالبانو سره د مذاکرې لپاره د حکومت چمتو کېدل!
د پخلاینې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي طالبان باید د سولې لپاره لاس ته راغلې زمینې څخه ګټه پورته کړي او حکومت د خبرو لپاره چمتو دی.
د پخلایني عالي شورا رییس عبدالله زیاتوي چې د افغانستان حکومت د طالبانو سره د خبرو او مذاکرې له پاره چمتو دی.
عبدالله عبدالله د افغان سولې ټينګښت له پاره د نړیوالې ټولنې مرستو نړیواله ناسته کې وویل چې حکومت د سولې ټینګښت لپاره هېڅ ډول هڅې نه سپموي.
عبدالله په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې هیله لري طالبان د سولې لپاره د رامنځ ته شوې زمینې څخه ګټه پورته او هڅې ترسره کړي.
عبدالله دا هم وویل چې تر اوسه پورې درې زره طالب زندانیان د حکومت له زندانانو څخه خوشې شوي دي او هیله لري چې د مذاکراتو تر پيلېدو پورې طالب زندانیانو شمېره هغې کچې ته ورسیږي چې دواړو لوریو ته د منلو وړ وي.
د ناټو عمومي منشي وايي چې د سولې بهیر او همدارنګه بین الافغاني مذاکراتو پيلېدو څخه هرکلی کوي.
ینس سټولټنبرګ د امریکا او المان ګډو بنسټ سر په خبرو کې ویلي دي چې یو ځل بیا د امریکا او طالبانو تر منځ په دوحه کې لاسلیک شوې هوکړه لیک څخه هرکلی کوي او ویلي دي چې د افغانستان جګړې د پای له پاره همدا لاره ده چې باید ترسره شي.
ده د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پر دوامداره مرستو ټینګار کړی دی او ویلي دي چې دا مرستې باید د افغانستان امنیتي ځواکونو د پياوړتیا له پاره دوام پيدا کړي تر څو وکولای شي د ترهګرو په وړاندې جګړه کې بریالي شي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مذاکرات به ژر پیل شي او د مذاکراتو لپاره د قطر پلازمېنه دوحه ټاکل شوې ده.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.