The news is by your side.

نيت بدي(يا بد بين) وګړي د الزايمر په ناروغۍ اخته کيږې

خبریال وېب پاڼه/ د ايسنا د يوه راپور له مخې نويو څېړنو ښودلې چې بد بين يا نيت بدي وګړي او يا هغه څوک چې په مکرر او پرلپسې ډول منفي فکر کوي، په بدن کې يې د پروټینو کچه راټيټږي او د الزايمر په ناروغۍ اخته کيږي.

د لندن پوهنتون د روان پېژندنې او څېړنيزې برخې ډاکټر ناتالي مانچانت په خپلو وروستيو څېړنو کې په ډاګه کړې ده، چې په مکرر او پرلپسې ډول منفي فکر کول د انسان په مغزو ډېر سخت منفي اغېز کوي.

ښاغلی مانچانت زياتوي چې شايد د مغزو ځينې برخې يې شنډې او له کاره لويږې.

دا څېړنه چې په ۳۵۰ تنه وګړو عمرونه يې د ۵۵ کالونه په شاو خوا کې وو د ۲ کلونه په ترڅ کې تر سره شوه.

په ډاګه کوي چې د دې څېړنې په ګډون کوونکو د مغزو اسکن ازموينې هم تر سره شوي تر څو معلومه کړي د آميلويد رسوبات (پړسوب) او د تايو، بتا او د پروټين کچه په دغه وخت کې څومره وي.

چې دغه ټول موارد د الزايمر (ذهني زوال) د ناروغۍ تر ټول لوی عوامل دي.

په دغه ذهني ازموينه (PET اسکن) کې معلومه شوه هغه وګړي چې ډېری وخت منفي فکر کوي د هغو وګړو په پرتله چې بدبين ( منفي فکره) نه وي د ۴ کالو لپاره په سخته ذهني ناروغۍ او د مغزو په فلج اخته کېدای شې.

ځکه چې په مغزو کې د آميلوييد بتا او تايو رسوبات په مضطرب (اندېښمن) او غمګينو وګړو کې هم په پراخه کچه شتون لري، چې مکرر ډول منفي فکر اضطراب، اندېښنه او غم زياتوي چې د الزايمر ناروغۍ سبب ګرځي.

د ډاکټر مانچانت په وينا د ځينو نور عواملو تر څنګ غم ( افسرودګي) اضطراب هم
انسانان له مغزي سکتې سره مخ کوي، چې منفي افکار تر ډېره وخته په خپل ذهن کې ساتل د ذهني فلج باعث ګرځي.

د اعصابو او مغز د متخصصانو په وينا دا لومړنۍ څېړنه ده چې په ډاګه کوي منفي فکر څومره ناوړه عواقب لري او انسانان په څومره خطرناکه ناروغۍ اخته کولای شې.

دغه څېړونکو دا ويلي چې د کمې مودې لپاره منفي فکر دومره بد عواقب نه لري ولې په مکرر او پرلپسي ډول بيا منفي فکر ډېر خطرناک دی.

څېړونکي وايي زموږ هر ډول فکر زموږ په بدن او روغتيا په مستقم ډول اغيز کوي.

که موږ ډېر سټريس يا ذهني فشار د يوې ناروغۍ په مقابل کې واخلو همغه ناورغي همدومره راته خطرناکه کيدای شي او شايد هېڅ درمل يې هم پيدا نه شي، چې ښه بېلګه يې وسواسي وګړي دي.

مخکینيو څېړنو هم دې ورته څه په ډاګه او روښانه کړی دي چې موږ څنګه فکر کوو همغسې موږ ته رارسيږي.

که موږ همدا اوس داسې فکر وکړو چې سر مې درد کوي اعصاب مې کمزوري دي ډېر څه نه شم کولای،
په همدې لحظه کې راته سر دردي پيدا کيږي په ذهني قوت مو باور را کميږي چې همدا زموږ د ذوال لاره ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance