The news is by your side.

ناسمي مقررۍ / د غني‌خلاف خپل پلویان را وپارېدل

خبریال وېیب پاڼه  پکتیکا، غور، تخار او بلخ ولایتونو وروسته نن د ننګرهار، نورستان، کونړ او لغمان ولایتونو د دولت ساز کمپایني ټیمونو د حق غوښتنې او د ناسمو مقرریو په وړاندې مطبوعاتي کانفرانس ورکړ.

په یادو ولایتونو کې د دولت ساز کمپایني ټیمونو غوښتنه دا وه چې موږ يوازې د دولت ساز ټیم د بریا لپاره نه بلکې د افغانستان د نظام او په دې نظام کې د ولسواکۍ د بریا لپاره کمپاین او مبارزه وکړه، ترڅو زموږ اولادونه په یوه نسبتاً بهتره افغانستان کې ژوند وکړي. په دې لاره کې د دولت ساز ټیم د کمپاین لسګونه همکاران شهیدان او تپیان شول، د دوستانو تر منځ سیاسي او مخالفتي ناندرۍ رامنځته شوې.

تر ټولو مهمه دا چې په ميلیاردونه ډالر تاوان افغانستان ته ورسېد. سلګونه میلیونه ډالرانتخاباتي ټیمونو مصرف کړل، په سلګونه میلیونه ډالر د ټاکنو کمېسیون د بايومېټرک د ماشينونو او نورو ابزارو څخه رانيولې بیا د انتخابتو تر ورځې د ټول فعالیتونو لپاره مصارف کړل.

د دې تر څنګ په تېر یوه کال کې افغانستان ته په میلیاردونو ډالر تاوان د تاجرانو د نه سرمایه ګذارۍ له کبله ورسېد، تاجرانو پوره یو کال خپله سرمایه ګذاري وځنډوله ترڅو د راتلونکي حکومت او يا هم سیاسي وضېعت برخلیک معلوم شي.

په پای کې د ټاکنو کمېسیون د قانون په رڼا کې دولت ساز ټیم بریالی اعلان کړ، د لوړې مراستم ترسره شول چې د خلیلزاد په ګډون د بېلابېلو هېوادونو ډيپلوماتانو پکښې ګډون وکړ، اما د دولت ساز ټکټ مشرتابه راولاړ شو بیا یې همغه د ملي وحدت حکومت د نوم په تفاوت رامنځته کړ یعنې ۵۰۵۰ حکومت، خلک یې پر ټاکنو او ولسواکۍ بې باوره کړل.

فلهذا، د دولت ساز د مرکزي دارالانشاء د کمپایني دفترونو غوښتنه د هېواد له لومړي کس ښاغلي ولسمشر محمد اشرف غني څخه په لاندې ډول ده!

۱: موږ په هيڅ قیمت د ۲۰۱۴ تجربه تکرار ته نه پرېږدو، هغه خلکو چې قرباني یې ورکړه، هغه خلک چې په دې ټیم کې وو، هغوی چې په همدې خاوره کې اوسېږي، چې وړتیا، ژمنتیا او ظرفیت لري هغه دې نن څوک پوښتي هم نه، هغه دې د دولت ساز د کمپاین پوروړي وي، هغه دې په خپله ټولنه کې د خلکو په وړاندې ملامت وي، او له غربه دې خلک راځي چې د دې هېواد په دود او دستور، عرفونو او عنناتو ناخبره وي، د دې هېواد ارزښتونه ورته بې ارزښته وي، او بله ډله دې بېرته همغه توپک سالاران وي، په خپل منځ کې په شخصي منافعو معاملې وکړي او د دوی د معاملې قرباني دې زموږ اولادنونه شي، موږ دې بې کاره، وږی، تږی، محتاجه او در په در وو، نه دا ځلې داسې نه شي کېدی. موږ د مصالحې د عالي شورا په ګډون د دولت په ټولو ادارو کې د خپل ظرفیت، استعداد او د ټیم د غړيتوب په اساس خپله ونډه وغواړه.

۲: د دولت ساز اکثره کمپایني دفترونه ته تر اوسه د دوی مصرف شوي لګښتونه نه دي ورکول شي او موږ د همغه مالي حسابونو تصیفه وغواړو.

۳: د ښاغلي ولسمشر کمپایني شعار همدا و چېحساب ورکوم او حساب غواړماوس دې له موږ څخه حساب وغواړي او موږ ته دې حساب راکړي، موږ دا ځلې مړ او پړ نه شو پاتې کېدی، موږ په حکومت کې خپل سهم غواړو، خپلو کدرونو ته کار او ډوډۍ غواړو او د معیارونه په اساس یې غواړو، او دا مشروع او ټولنیزه غوښتنه اوس فردي نه ده، موږ اوس په ټول افغانستان کې د تعهد، استعداد او ظرفیت یوه شبکه یوو، دا د سیاست قاعده او اصول دي، دا ټیم موږ بریالی کړی او په دې حکومت کې تر ټولو خوشنه برخه باید زموږ وي او دا موږ اخلو.

۴: د هېواد راون خراب امنيتي (چې ان هدفي وژنې هم اوج ته رسېدلي) او اقتصادي وضېعت، د سولې ټکنۍ پروسه او ان د کورونا ويروس د نه مخنيوي اصلي لامل ناسمې او نااهلې ګمارنې دي. که چېرې ولسمشر زموږ غوښتنو ته عاجله توجه و نه کړي مسؤولیت به یې د دوی پر غاړه وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.