The news is by your side.

کروناوالګی – پاکستان زرګونه کسان کرنتین کړل

خبریال ډاټ کام/ پاکستاني چارواکو تر (۳۰۰۰) زیات هغه کسان کرنتین کړي چې له ایران نه له زیارت کولو وروسته پاکستان ته روان وو.

ځايي چارواکي وايي چې شاوخوا (۵۰۰۰) کسان ایران ته د زیارت کولو په موخه تللي وو چې (۳۰۰۰) زره شاوخوا یې کرنتین شوي او دوه زره نور یې لا هلته ایران کې پاتې دي .

دغه کسان د بلوچستان ایالت په تفتان سیمه کې کرنتین شوي دي . پاکستان واردمخه په بلوچستان ایالت کې ښوونځي ، پوهنتونونه او نوري درسي ادارې له افغانستان او ایران سره سرحدونه بند کړي دي ، خو لا هم خلک په قاچاکي لارو ترخپلو منزلونو ځان رسوي .

د کرونا والګی اوس د نړۍ په (۹۳) هیوادنو کې خپ،ر شوی او تر سل زره زیات کسان پرې اخته شوي دي .

د کرونا وایرس چې لمړی ځل به چین کې وموندل شو ، تر ټولو ډېر زیان یې هم چنایانو ته ورواړاوه ، خو دا والګی اوس هلته کابو شوی دی .

تر چین راوروسته ایران د د کرونا والګي له کبله سخت کړېږي او هلته هم په دغه والګي د اخته کسانو شمېر زرګونو ته رسېدلی دی .

ایټلي کې هم د ګرونا والګي ګڼ کسان نیوليدي چې د والګي له کبله ښونځي، پوهنتونونه او اونوري درسي ادارې بندي دي .

اها خوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په بېړني ډول د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره اته اعشاریه درې میلیارد ډالره بودیجه وټاکله.

د امریکا حکومت غواړي چې دا پيسې د کورونا وایرس د ټېسټ یا ازموینې، له دې کبله د تنفسي ناروغيو د درملنې او د وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پر نورو اقداماتو ولګوي.

په امریکا کې په کورونا وایرس د اخته وګړو شمېر ۳۳۵ ته لوړ شوی دی.

د مارچ تر اوومې هلته له دې کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۷ ښودل شوی دی.

سپینه ماڼۍ د کورونا وایروس مخنیوي لپاره په اقداماتو کې تر سختو نیوکو لاندې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم د مارچ پر شپږمه وویل چې دا ساري ناروغي د نړۍ په کچه د خپرېدو په حال کې ده او د جدي اندېښنې وړ ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance