په سیاسي کرېکټ بورډ کې سیاسي دسیسې
خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې په کرېکټ بورډ باندې د افغانانو نیوکې زیاتې شوې دي او وایي چې دغه اداره د سیاسي دسیسو په لومو کې را ګیر ده.
په تېرو ځلورو کلونو کې د بورډ ریاست ته څلور کسان ګمارل شوي دي چې دا په خپله په دغه اداره کې د پراخ فساد او کم کارانو د شتون ښکاروندوني کوي. د معلوماتو له مخې په دغه اداره کې په لومړي ځل په پاکستان کې د افغانستان اوسني سفیر عاطف مشعل او د هغه شریک اجرایه مشر شفیق ستانکزي سیاسي ګلان وکرل او د خپلو شومو لپاره یې په لوبغاړو کې ګوند بازي پیل کړه.
د بورډ یو شمېر نقد کوونکي په دې نظر دي چې د افغانستان په لومړني کرېکټ لیګ (APL) کې هم د وخت مشرانو زیات فساد کړی ؤ، چې بیا د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا ورڅخه سپیناوی غوښتل شوی ؤ.
په ورته وخت کې د کرېکټ تکړه مبصر او خبریال جعفر هاند په خپله فېسبوک پاڼه په بورډ کې له ګڼو ناخوالو پرده پورته کړې ده، نوموړی وایي چې یوه ډله په دې هڅه کې ده چې د خپلې خوښې کس د ګمارنې لپاره د لوبغاړو یو بانډ جوړ کړي او ارګ ته له بېولو سره ولسمشر باندې خپل د خوښې رییس وټاکي.
ښاغلی هاند په خپله مخکرښه لیکي:
((خبر شوم چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځینو (سینر) لوبغاړو او د بورډ ځینو اوسنيو او مخکنيو چارواکو یو شمېر لوبغاړي او په خاص ډول ځوان لوبغاړي لمسولي او هڅولي چې ټول یو ځای ارګ ته ولاړشي او ولسمشر ته دستخطونه وکړي چې احمد د بورډ له مشرۍ لېرې کړي او د دوی د خوښې محمود راولي.
د افسوس خبره ده چې د افغانستان کرکټ او په کرکټ کې مو دا ښکلی نړیوال نوم د (ځینو داسې بدرنګو انسانانو په لاس کې دی او د بدرنګو هدفونو لپاره کارول کیږي.) په ملي لوبډلې او بورډ کې څلورو بېلابېلو موثقو سرچینو چې په دغې قضیې کې دخیل او پرې خبر دي، له دې خبر کړم. شک نشته چې د افغانستان د کرکټ ډېرې ستونزې (د کمزوري مشرتابه) سره تړلي دي، خو دا هم انصاف نه دی چې ځینې خود غرضه لوبغاړي او چارواکي کرکټ د دومره بدو هدفونو لپاره کاروي.
دغو خلکو ځینو ځوانو لوبغاړو ته غوړې وعدې ورکړې چې که هدف ته ورسېدل، لوبډلې کې به یې لوبوي، چانس به ورکوي او هغه او دا به کوي….. همدغه راز د کرکټ بورډ ځینو اوسنیو او پخوانیو چارواکو هم غوړې وعدې ورکړې او غوړې وعدې ورکړل شوي. دوی کې ځینې پخواني چارواکي داسې هم دي چې آن د افغانستان او تاجکستان د کرکټ ادارو ترمنځ د تازه پیدا شوې مسئلې په اړه د افغانستان د کرکټ بورډ په ضد د مظاهرو د ویستلو تابیا هم نیولې وه. څومره خودغرضه خلک یو.
په دې منځ کې بیا یو شمېر نور لوبغاړي یا له مجبوریته او د مفسدې کړۍ د غړيو په توګه په دې اخته دي چې د دغې ډلې خلاف یوه بله ډله جوړه کړي او ددغه کار مخه ونیسي. دغې ډلې کې چې د ملي لوبدلې ځینې بارسوخ او ښه لوبغاړي هم شامل دي، آن د بایکاټ ګواښونه هم کړي دي. خبره په دې کې نه ده چې څوک مشر شي، څوک لېرې شي، څوک بایکاټ وکړي او څوک یې ونکړي؟ خبره په دې کې ده چې د افغانستان د ملي یوالي دا ښکلی سمبول او نړۍ ته د افغانستان دا ښکلی تصویر(څومره بدرنګو، مفسدو او خود غرضو لاسونو ته لویدلي دي.) په دې کې د ملي لوبډلې د یو عادي لوبغاړي څخه نیولې تر سینر او هغه سوپر ډوپر لوبغاړو، د بورډ یو شمېر اوسنيو او پخوانيو مسولینو پورې ټول ملامت دي او هر چا سره د ځان او جیبونو غم دی))
جعفر هاند وړاندې په خپله لیکنه کې وایي چې تر ټولو لوی ملامت ارګ او په ارګ کې حاکمه هغه (کړۍ) ده چې د افغانستان دغه ملي ارزښت کرکټ ورته د چکرونو، سفرونو، د خپلو خلکو د ګمارنو، لوړو معاشونو او امتیازونو د ترلاسه کولو یوه پروژه او د سرو زرو صندوقچه ښکاري.
ډېر مسولیت ارګ او په خاص ډول ولسمشر ته راجع کیږي چې په رسمیاتو کې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر دی، خو دریغه چې د دغه مليارزښت په قدر پوهېدای او یا ورته هاغسې چې په کار ده کرکټ معرفي شوی او ښودل شوی وای.
په نورې نړۍ کې کرکټ د ملي یوالي، اتحاد، د هېوادونو او فرهنګونو ترمنځ د نژدیوالي، تاوتریخوالي کمولو، ځوانانو ته د کاري فرصتونو د موندلو او ډېرو نورو مثبتو کارونو لپاره کارول کیږي، خو زموږ په هېواد کې برعکس او یوازې د شخصي ګټو او بي اتفاقیو لپاره کارول کیږي. سینر او اکثریت لوبغاړي او د بورډ چارواکي دا فکر کوي که دنیا ورانیږي او یا آبادیږي، په دوی یې څه! خو چې له لوبډلې او څوکۍ لېرې نشي او معاشونه او امتیازونه یې خراب نشي او موږ ورته له لېرې ګورو او زړه خورو. سړی چې څومره پوهېږي هماغومره ځوریږي.
په کرېکټ بورډ کې وروستیو څلورو کلونو کې د مافیایي کړیو ډېرې څپې راغلې چې اوس هم څو کړۍ په دې هڅه کې دي چې خپل پاتې شوم اهداف هم په کې ترلاسه کړي. د دغې مافیایي ډلې یو ستر زیان دا ؤ چې افغانان یې له هغه جنون نه ساړه کړل چې د کرېکټ لپاره یې درلود او دا یې د ملي یووالي او سولې سمبول ګڼلو.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.