The news is by your side.

د ښځو د خوندي‌ توب ځېرکې څپلۍ جوړي‌ شوې

خبریال ډاټ کام / دا ځېرکې څپلۍ به د نجونو د د قیق ځای (جي‌ پي ‌ایس) د ځیرک تلیفون په وسیله ورکوي ؛ خو د څپلیو بل کمال دادی چې هر هغه کس ته به برقي کرنټ یا جټکه ورکوي ‌چې د نجلۍ د ځورونو هڅه وکړي‌.

دا ځیرکې څپلۍ د خوندي‌ توب لپاره مارکیټ ته وړاندي ‌شوې دي . که چېرته دا ځېرکې څپلۍ د کومې نجلۍ په پښو وي‌،نو د هغې کورنۍ یې د قیق ځای هم موندلای شي .

دا څپلۍ د پاکستان د ټنډو جام پوهنتون کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ کې د پی ایچ ډی یوه د سافټویر انجینر راچیل سرور ، د هغې ساحې زده کونکي عابده په ګډه جوړي ‌کړې دي‌.

ددغو څپلیو پر جوړېدو باندي‌ دم ګړی (۸۰۰۰) پاکستانۍ کالداري‌مصرف راغلی ؛ خو جوړونکي ‌یې وايي چې بازار ته به دا څپلۍ تر دې په ډېر کم قیمت وباسي .

دوی وايي‌ چې دا ځېرکې څپلۍ به په پراخه پیمانه په (۱۵۰۰) کالدارو تمامي‌ شی او وروسته به د یوې اندازې ګټي‌ په ساتلو پر ښاریانو وپلورل شي .

د ښځو د زورونو سلسله په ټوله نړۍ کې دوام لری ،‌خو په پاکستان کې دا شمېر یوڅه زیات دی . خلک وايي چې ددغه څپلیو د کارولو په صورت کې به هغه نجونې او ښځې د خوندي ‌توب احساس وکړي‌چې له کوره بهر په کارونو پسي وزي .

د ښځو ددغو سمارټ څپلیو یا ځیرکو څپلیو هرکلی شوی دی او ډېری ښځو هیله ښودلې ده چې دا څپلۍ ژر بازار ته را وړاندي‌ کړل شي .

دا څپلۍ چې په لویه کې د سمارټ تلیفون په وسیله کنټرولیږي ، د برق یا بریښنا د ورکړي ‌صلاحیت د سینسرانو په مټ کاروي ‌او تر ډېره د عادي ‌څپلیو رنګ او بڼه لري .

جوړونکو یې رسنیو ته ویلي چې دې څپلیو کې داسي‌ ځانګړی الې نسب شوې دي چې تر ډېره بریده په سترګو نه لیدل کېږي ؛ او د عادي ‌سینډلو په څېر ښاري .

دا سینډلونه به سره ،زرغونه ، تور ، سپین او هر ډول رنګونه ولري .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance