The news is by your side.

ولس؛ زموږ لپاره د کرونا په نوم له IMF قرض مه اخلئ

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې د کرونا وبا په خپرېدو سره د دولت له نړیوال بانک څخه د قرض اخیستلو په فکر کې شو چې موده مخکې مشرانو جرګې هم پاس کړ.

عام افغانان له حکومت څخه غواړي چې له نړیوال بانک څخه د ملت لپاره د کرونا په نوم پیسې را قرض نه کړي. دوی چې په ټولنیزو رسنیو کې د (زما د صحت په پلمه د کرونا په نوم له IMF څخه پور مه اخله) تر هشتګ لاندې پر ارګ غږ کوي چې یاده شوې قرضه وانخلي.

د شنبې په ورځ د جون په ۱۳مه په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ویلي وو چې له نړیوال مالي صندوق څخه د ۲۲۹ میلیون ډالرو د پور اخیستلو وړاندیز د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ګډ کمېسیون له خوا د رایو په اکثریت تائید او نهايي شوی دی.

په هغه اعلامیه کې چې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت لخوا خپره شوې وه، راغلي وو چې نړیوال مالي صندوق د دې پور په بدل کې له افغان دولت څخه هیڅ ډول ټیکټانه نه اخلي او که په راتلونکو لسو کلونو کې د اقتصادي ستونزو له امله دا پور ادا نه کړي نو ۲۰ فیصده ورته بخښل کېږي.

د افغانستان دولت له نړیوال مالي صندوق څخه د میلیونونو ډالرو د پور اخیستلو دا وړاندیز په داسې حال کې کوي چې په دغه هېواد کې له کروناویروس سره د مبارزې په برخه کې په شفافه توګه د نړیوالو مرستو په مصرفولو کې اندېښنې موجودې دي او څه موده مخکې په یوه راپور کې چې د شفافیت بنسټونو لخوا اعلان شوی ؤ، راغلي وو چې د کرونا پر وړاندې مبارزې ته له ځانګړې شوې بودیجې څخه ۹۳ سلنه یې د ولایتي مسؤلینو لخوا غلا شوې ده.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازې فرزانه الهام کوچۍ وایي چې د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره له IMF څخه د پور اخیستلو په هکله مې د مخالفت دلیل په مصرفي برخه کې د شفافیت نه شتون دی. نوموړې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې بې ځایه مصارف، د پیسو حیف او میل، ناروغانو ته د صحي آسانتیاو نه شتون، مستحقینو ته د مرستو نه رسېدل او په راتلونکو لسو کلونو کې د پور بېرته ادا کول هغه اندېښنې دي چې له دغې قرضط سره مخالفت پرې څرګندوم.

په فېسبوک او ټویټر ګڼو نورو هېوادوالو هم له نړیوال بانک څخه د قرضې اخیستو مخالفت کړی دی. د عبدالجلیل په نوم یو فېسبوک کاروونکی لیکلي:

((نن مې په کرونا باندې د اخته کېدو ۷ مه ورځ ده خو د درملنې لپاره مې د دولت له امکاناتو لا یو پاراستامول هم خوړلې نه ده، نو دوی څنګه زما په نوم پیې اخلي او بیا یې د پور ادا کولو لپاره زما له جېب پیسې وهي!؟))

ټویټر او فېسبوک کې هر دریم او یا څلورم پوسټ په همدې باندې شوی دی چې دولت دې د ملت لپاره د کرونا وبا په نوم پیسې نه را قرض کوي ځکه د دوی په وینا افغانستان لا هم د دې ظرفیت نه لري چې دغه قرضه ادا کړي.

ځینې منتقدین بیا د ولسمشر په اقتصادي دریځ هم نیوکې کوي او زیاتوي چې نوموړي ته د اقتصاد لپاره د خلکو هیلې وې خو نوموړی نه یوازې په اقتصاد کې وړ کس ؤ، بلکې افغانستان په لوی لاس له اقتصادي زوال سره مخ کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance