The news is by your side.

د کوېټې لپاره د پاکستان د پوځ قومندان کرونا هلاک کړ

خبریال ېب پاڼه/د پاک نیو خبري سرویس د خبر له مخې د کویټې لپاره د پاکستان د پوځ لوی قومندان د کرونا وبا له امله هلاک شوی دی.

د پاک نیو په نوم د یوې رسنۍ د راپور له مخې د کوېټې لپاره د پاکستان د پوځ قومندان د کرونا وبا له امله هلاک شوی دی. دا په تېره یوه میاشت کې د پاکستاني پوځ د دویم مهم غړي مړینه ده چې د کرنا له امله هلاک کېږي.

پاکستان په دې وروستیو کې د کرونا وبا تر سخت بریدو لاندې راغلی دی او تر اوسه یې د دغه هېواد د پارلمان لسګونه کسان نیولي دي چې یو شمېر ورڅخه هلاک شوي هم دي.

د معلوماتو له مخې د پاکستان په پوځ کې کرونا وبا ډېره تیت شوې ده خو د پاکستان د حکومت لخوا یې معلومات نه رسنیز کېږي. څو اونۍ وړاندې هم په کوزه پښتونخوا کې د آی اېس آی یو مهم افسر د کرونا وبا له امله هلاک شو.

د راپورونو له مخې پاکستان د کرونا له امله د سختو بحرانونو کوربه دی او اوس یې تازه له نړیوال بانک څخه د یو نیم اربه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. دغه هېواد داسې مهال له نړیوال بانک څخه د پور اخیستلو موافقه لاسلیکوي چې وار له مخې په پورونو کې ډوب دی او له سخت فشار سره مخ دی.

بل خوا په دې وروستیو کې د پاکستاني ملېشو پر وړاندې د مجاهدینو بریدونه هم زیات شوي دي چې وخت ناوخت ورته درنه مرګ ژوبله اړوي.

په تېرو څو میاشتو کې لسګونه پاکستاني پوځیان د طالبانو لخوا هلاک شوي دي.

ویل کېږي حسن افضل تېره ورځ د کرونا وبا له امله هغه مهال هلاک شو چې تر جدي مراقبت لاندې ؤ. دې سره په پاکستاني پوځ کې یو ځل بیا د وېرې فضا خپره شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance