The news is by your side.

نبیل؛ کورني او بهرني ترهګر په غزني د لوی برید پلان لري

خبریال وېب پاڼه/د ملي امنیت پخوانی رییس او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند انجنیر رحمت الله نبیل په خپلو تازه ټویټري پیغامونو کې خبرداری ورکړی دی چې ترهګر په غزني باندې د لوی برید تابیا لري.

د ملي امنیت پخوانی رییس او د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند انجنیر رحمت الله نبیل وایي چې بېلا بېلې کورنۍ او بهرنۍ ترهګرې ډلې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پکتیکا او زابل ته تسلېحاتي اکمالات پیل کړي او په غزني باندې د یوه لوی برید تابیا لري.

نوموړی وړاندې په خپل ټویټ کې لیکي:

((د راپورونو پر بنسټ بېلا بېل کورني او بهرني ترهګره ډلې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د پکتیکا او زابل له لارې خپل اکمالات ګړندي کړي او په غزني ولایت باندې د یوه لوی برید لپاره تیاری نیسي. برید د القایدې شبهه قاره هند AQIS د څانګې لخوا پلان شوی او څارل کېږي))

ښاغلی نبیل داسې مهال په غزني باندې د ترهګرو ډلو لخواد لوی برید خبر ورکوي چې لا له وړاندې په غزني او ګڼو نورو ولایتونو کې سختې نښتې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده شاوخوا څلور میاشتې وړاندې طالبانو له امریکایي لوري سره د سولې تړون لاسلیک کړ او تمه وه چې له همغې نېټې را په دېخوا د افغان امیتي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې د طالبانو په تاوتریخوالي کې د سپام وړ کمیوالی راشي خو برعکس دغې بریدونو نه یوازې دوام وکړ بلکې نور یې هم ډېر تاوتریخوالی وکړ.

رحمت الله نبیل وړاندې په خپل ټویټ کې ویلي دي چې د القایدې ترهګرې ډلې دغې شاخې لوړ پوړي مشران په دې وروستیو اونیو کې د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ، د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ، د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ، د پکتیکا د ګیان، برمل او ګومل ولسوالیو او هخوا د وزیریستان د شوال درې تر منځ تګ راتګ درلود.

نوموړی زیاتوي چې دغې ترهګرې ډلې د وزیریستان په شوال دره کې له نا معلومو کسانو سره پټې او پر اسراره ناستې ولاړې هم لرلې. ښاغلی نبیل همدازار طالبانو ته په اشاره ټینګار کړی دی او وایي، چې که طالبان د سولې خبرو په هکله ریښتیني دي، دوی باید دا برید ودروي او یا یې مخه ډب کړي. کنه نو په وینا یې په قطر کې د طالبانو مشران د جګړې له واقعیتونو څخه بې واکه شوي دي.

د ملي امنیت پخواني رییس د خپل ټویټري پیغام په وروستیو کې ویلي دي چې؛ هېڅ هوښیار افغان به د پاکستان د نظامیانو د چل او ول په سیاست و نه غولېږي.

که څه هم نوموړي په ښکاره ویلي نه دي خو موخه یې د دغې برید تر شا د پاکستاني پوځ کلک ملاتړ او مرستې ته اشاره کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance