وردګو کې د ۶۰ ملیونه په ارزښت عامه کتابتون جوړیږي
خبریال وېب پاڼه/د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې د څه د پاسه ۶۰ ملیونه افغانیو په ارزښت عامه کتابتون جوړېږي.
د میدان وردګو ولایتي چارواکو د دغه ولایت په مرکز میدانښار کې د ۶۰ ملیونه افغانیو په ارزښت د یوه لوی عامه کتابتون ډبره کېښوده.
دغه ولایت چې په ډېری ولسوالیو کې یې وسله وال طالبان فعالیت کوي، تر ډېره په کې د بیا رغونې چارې یوازې په میدانښار او بهسودو ولسوالۍ کې اجرا کېږي.
یو شمېر کابل مېشته وردګ وایي چې چک، سیداباد او جغتو هغه ولسوالیو کې په تېرو څه کم دوو لسیزو کې دولت هېڅ بنسټیز او د بیا رغونې کارونه نه دي کړي، دوی پر دولت نیوکه کوي چې په دغه مرکزي ولایت کې د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلي دي او تر ډېره دغه ولایت د وسله والو طالبانو لخوا اداره کېږي.
د میدان وردګو ولایت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په مرکز میدانښار کې د ۶۰ عشاریه ۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د عامه کتابتون دری پوړییزه معیاري ودانۍ جوړیږي چې نن یې د بنسټ ډبره د مرسیتال والي، ولایتي شورا غړو، ښاروالې، قومي مشرانو او ادارو رییسانو له لوري کېښودل شوه.
مرستیال والي انجنیر تاج محمد عمري ځوانانو، زده کوونکو او ټولو ولسونو ته د یاد کتابتون د مبارکۍ ترڅنګ وویل: په ټولنه کې له شته ستونزو او ناخوالو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره زده کړه او له کتاب سره ملګرتیا وبلله، نوموړي په ولسونو غږ وکړ، چې خپل اولادونه زده کړو او کتاب لوستلو ته وهڅوي ترڅو ټولنه له ستونزو او ناخوالو څخه خلاصه شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد بشیر محمدي په وینا: یاد کتابتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بودجې څخه په درېیو پوړنو کې د یوه کال په جریان کې جوړیږي چې د ادب، هنر او فرهنګي غونډو لپاره به لوی تالارونه ولري چې یو وخت کې کولای شي ۳۰۰ کسانو پکې مطالعه وکړي، نوموړي زیاته کړه: موږ پلان لرو چې په ټولو ولسوالیو کې د کتاب لوستلو لپاره کتابتونونه پرانیزو او د ولایت په ټولو سیمو کې تاریخي ځایونه د رغېدو لپاره سروې کو ترڅو په ملي پارکونو بدل شي.
د یادونې وړ ده چې میدانښار او له هغه ځایه کندهار ته غځېدلی لوی سړک د وسله والو طالبانو د بمونو له امله ټوټه ټوټه شوی دی. په دغه لاره باندې تګ راتګ د مسافرو لپاره تر ټولو ستونزمن تمامېږي. په تېرو څه د پاسه ۱۵ کلونو کې په دغه لویه غځېدلې لار باندې هېڅ ډول کار شوی نه دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.