The news is by your side.

پېښور: طالبانو په افغانستان کې د جګړې پر دوام ټینګار کړی

خبریال وېب پاڼهد کوټې او پیښور شوراګانو استازو په خیبر پښتونخوا کې درې بیلا بیلي غونډې کړي دي . دریو واړو غونډو کې د کوټې شورا په استازیتوب دریو طالب مشرانو چې ملا عباس درانی ( د روغتیا پخوانی وزیر) امیرخان متقي د ملا هیبت الله د دفتر ریس او ملا فاضل چې د قطر د مذاکراتي ټیم غړی دی ګډون درلود.

دوی په اکوړه خټک ؛ پېښور او تاج اباد کې ناستې کړي دي . د پېښور شورا او د حقاني شبکې له لوري په دریو سرو غونډو کې په جلا جلا توګه خلیفه سراج الدین ؛ مولوي عبدالقبیر؛ مولوي عبدالحکیم شرعي؛ شیخ شریف؛ مولوي قاسم؛ حاجي احمد عرف قدیر او شمس الدین پهلوان پهلوان ګډون کړی وو.

د خبریال وېب پاڼې سرچینې وايي چې په غونډو کې پرېکړه شوې چې په افغانستان کې به د ګډو حکومت برخه نه جوړيږي ؛ او که واک ورسپارل کېږي نو د ټول افغانستان چارې به پر مخ وړي .

د غونډو برخه والو په هیواد کې د جنګ جګړو پر دوام ټینګار کړی او داسي اګیري چې ګواکې امریکا يي ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان نه وزي ، او دوی په زور دافغانستان نظام نسکورولای شي .

د طالبانو د قطر ددفتر د مذاکراتي ټیم یوه غړي خبریال وېیب پاڼې ته وویل چې پېښورته تللي طالب مشران د پاکستان پلویان دي او ددوی پرېکړي د قطر د دفتر پرېکړي نه دي‌؛ خو د دغه طالب مشر له خبرو ښکاري چې په طالبانو کې اوس هم د جنګ جګړو او سولي په تړاو لوی واټن شتون لري .

که څه هم ښايي طالبان د همېش په ډول په پاکستان کې دا غونډه او خپل شتون رد کړي ؛ خو د خبریال وېب پاڼې سره داسي اسناد شته چې دهغوی ددې غونډو پخلی کوي .

په افغانستان کې ډېری کارپوهان او د چارو شننونکي په دې باور دي چې طالبان تر سوله زیات و جګړې ته ارزښت ورکوي او د جګړو ستراتیژي‌یې د سولي په انډول پخه او کره ده . خلک وايي‌ چې جنګ جګړې به وروسته له هغه زور واخلي‌ چې طالبان خپل بندیان آزاد کړی او د نړۍ والو ځواکونو شمېر په افغانستان کې نور هم راټیټ شي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance