The news is by your side.

امریکا له افغانستان څخه رسمآد عسکرو د وتلو لړۍ پیل کړه

خبریال ډاټ کام/ د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لېګیټ خبر ورکړ چې له افغانستان څخه یې د عسکرو د وتلو لړۍ پیل کړه .‌نوموړي‌ په یوه اعلامیه کې ویلي دي‌ چې :‌ “امریکايي ځواکونه د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ټول امکانات او صلاحیتونه په واک کې لري چې په کې د داعش د خراسان او القاعدې ډلو د ختمولو او  د ترویزم خلاف عملیات او د افغانستان د امنیتي او د فاعي ځواکونو ننګه شامل دي.“

د امریکا متحده ایالاتو پوځ به په (۱۳۵) ورځو کې له (۱۳۰۰۰) نه (۸۶۰۰)‌ ته په افغانستان کې د خپل پوځ شمېر راټیټوي‌.

د امریکا پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په داسي ‌وخت کې له افغانستان نه د پوځ د وتلو اعلان وکړ چې تازه په افغانستان کې اشرف غني‌ د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په افغانستان کې په رسمي ډول د یوه نوي‌ حکومت پیل شو ، خو دا حکومت  سره هم مهاله پخواني‌ اجرایه ریس عبدالله عبدالله هم خپل ځان « ځان بللی ولسمشر» اعلان کړ.

د عبدالله عبدالله ددغه اعلان سره په افغانستان کې د یوه نوي ‌سیاسي ‌کشماکش پیل وشو ، خو بل لورته د لوړي ‌په مراسمو کې ولسمشر غني‌ بیا بیا د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کاوه .

له افغانستان څخه په مشروط ډول د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله له وسله والو طالبانو سره د موافقې مهم شرط و. خو امریکایي ځواکونه وايي که طالبان په خپلو ژمنو وفا ونکړي، دا تړون ماتېدلی شي.

د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لېګیټ په اعلامیه کې دا نه دي‌ ویلي‌ چې د عسکرو د وتلو لړۍ کله پیل شوې ده او تر دم ګړیه څومره امریکا يي عسکر له افغانستان نه وتلي‌ دي ؛ خو یوازي‌ د همدغې لړۍ د وتلو خبر یې ورکړ.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولي ‌تر موافقه وروسته چې د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۲۹ د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوه ؛ دا لمړی ځل دی چې امریکا یانو د خپلو عسکرو د وتلو رسمي‌ خبر ورکړ.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولي‌ په لوظنامه کې بین الفغاني‌ خبري او په افغانستان کې اوږد مهاله اوربند هم شامل دی ، خو تر دم ګړیه لا بین الفغاني ‌خبري چې باید نن پیل شوې وای نشوې پیل او په افغانستان کې لا هم اوربند نه دی شوی .

داسي‌ ښکاری چې د امریکا له لوري له طالبانو سره پر شوې ژمنه عمل پیل کړ .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance