The news is by your side.

د کابل د ډوډۍ وېشلو لړۍ کې ۸۰۰ ملیونه غلا شوې

خبریال وېب پاڼه/جګړه ځپلي هېواد ته د کرونا وبا په راتګ سره د غلو او مافیایي کړیو جېبونه هم ښه ډک شول او ملیونونه پیسې یې غلا کړې، ویل کېږي یوازې په کابل کې شاوخوا ۸۰۰ ملیونه افغانۍ اختلاس شوی دی.

د راپورونو له مخې د کرونا وبا پر مهال په جوړ شوي ګرځبندیز کې یوازې د کابل ښار د ډوډۍ وېشلو په بهیر کې ۸۰۰ ملیونه افغانۍ غلا شوې دي.

هشت صبح ورځپاڼې داسې اسناد موندلي چې ښیي کابل کې د ډوډۍ وېشلو لړۍ کې پراخ فساد شوی دی او څه پاسه ۸۰۰ ملیونه افغانۍ ورڅخه غلا شوې دي.

تر دې مخکې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره ولایتونو ته له ځانګړې شوې بودیجي څخه هم د اختلاس خبرونه ورکړل شوي وو چې لسګونه ملیونه پیسې شخصی جېبونو ته تللې وې. په دې کې هغه مهال یوازې د څلورو ولایتونو غلا شوې پیسې افشا شوې وې، چې ۱۵۰ ملیونه افغانۍ وې.

د تېرې جون میاشتې په ۲۸ مه نېټه ولسي جرګې د کابل ښارول استجوابیه غونډې ته ور بللی ؤ تر څو په دغه بهیر کې د شوي فساد په هکله سپیناوی ورکړي خو نوموړی حاضر شوی نه ؤ چې د ده دغه عمل ټول وکیلان سخت را پارولي هم وو.

اوسنۍ موندنې چې د کابل ښار د نانواییو او په بازار کې د اوړو او ارتزاقي توکو د بیو له لوړ توبیر څخه ترلاسه شوې دي، ویل کېږي چې شاوخوا ۸۰۰ ملیونه افغانۍ یوازې په پلازمېنه کابل کې غلا شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د فقر او بېوزلۍ ګراف ورځ تر بلې لوړېي او خلک حتی خپلې لومړنۍ اړتیاوې او د دغه راز د سهار او بېګا ډوډۍ موندلی نه شي. شنونکي وایي، که حکومت نړیوالې مرستې سمې مدیریت کړې وی، ښایي د شته بحرانونو مخه په نسبي توګه نیول شوې وی او تر څنګ یې سپما هم شوې وی.

د کرونا وبا له راتګ تر دې مهال افغانستان ته سلګونه ملیونه ډالره مرسته راغله چې تر ډېره شخصي جېبونو ته لاړه او همدا لامل شو چې اوس ډېری افغانان د مرستو له بهیر څخه ناهیلي شوي دي. دوی حتی ټینګار کوي چې حکومت باید له نړیوال بانک څخه قرضه هم وانخلي ځکه په وینا یې ټولې پیسې به هم د ورکې کندې ته برابرې شي او هېواد ته به هم ستر زیان وکړي.

ویل کېږي یوه ښاروالۍ نانواییو ته یوه بوجۍ اوړه په ۱۹۲ وچو ډوډیو منلي وو، چې په دې کې ۱۰۸ نورې ډوډۍ یې په مزد کې حساب کړې دي. د نانواییو مالکان هم مني چې یوه ۷ منۍ بوجۍ ۳۰۰ ډوډۍ ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance