آفتاب عالم ته دي سپیناوی ورکړل شي
خبریال ډاټ کام : د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني پیلیز اوپنر لوبغاړي کریم صادق د محمد شهزاد محمدي د بندیز له لیرې کېدلو وروسته د کرکټ بورډ مشرتابه ته ګیله کړې او په غوسه یې ورته ویلي دي چې ولې آفتاب عالم له اسرایلو راغلی دی چې سپیناوی نه ورکوئ؟
کریم صادق د افغانستان د کرکټ د مشر فرهان یوسفزي هغه پوسټ ته کمېنټ کړی دی چې نوموړي محمد شهزاد ته ښه راغلاست ویلی دی او هغه یې د افغانستان لپاره ستر ستوری بللی دی، خو صادق ترې د آفتاب عالم په اړه هم سپیناوی غوښتی دی چې ګواکې فیصلې دې په عدالت سره وشي.
افغان کرکټ بورډ د تېر ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پر دوام پر اګست میاشت کې محمد شهزاد محمدي د اوصولو څخه د سرغړونې په تور د یو کلن بندیز سره مخ کړی و، خو نن د افغانستان د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزي د اووه میاشتو وروسته د هغه د بند موده لغوه اعلان کړه.
زمونږ د سرچینو پر وینا محمد شهزاد محمدي ته د کرکټ کولو اجازت د کرکټ د مافیا ډلې اصغر افغان، راشد خان او د محمد نبي پر غوښتنه فرهان یوسفزي رسمآ ورکړه او شاوخوا پنځه میاشتې د بندیز موده یې ورته نوره هم معاف کړه، خو پر وړاندې خلکو کلک غبرګونونه وښودل.
محمد شهزاد محمدي په تېر نړیوال جام کې د اصغر افغان په خوښه لوبه ونه شوه کولی، خو کرکټ بورډ ډیر ژر له انګلستانه افغانستان ته راولېږه او له نړیوال جام یې را روخصت کړ.
د کرکټ مینوال وایي، چې د اصغر او مافیا ډلې په مشر د محمد شهزاد بندیز معاف شوی دی، خو د افتاب عالم د بندیز په اړه کرکټ بورډ خاموشه دی تر اوسه یې هیڅ نه دي ویلي دا د کرکټ مینوالو لپاره د زغم نه ده باید کرکټ بورډ د افتاب بندیز په اړه خپل سپناوی ورکړي .
د افغانستان د کرکټ مینوالو او مبصرینو هم د کرکټ بورډ له مشرتابه غوښتي دي چې د محمد شهزاد ترڅنګ دې ژر تر ژره په افتاب عالم هم لګول شوی بندیز لیری کړی شي ځکه چې هغه هم یو ځوان لوبغاړی دی.
چټک توپ اچوونکی آفتاب عالم په تېر ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د اخلاقي فساد په تور له انګلستانه هېواد ته راستون شو او دلته پرې یو کلن بندیز ولګید، داسې ویل کېږي چې هغه په ناڅاپي ډول افغانستان ته د یو شمېر کړیو له لوري راولېږل شو.
آفتاب عالم آفغانستان ته د راتګ سره سم د کرکټ بورډ له مسوولینو غوښتي و چې هغه ته دې سپیناوی ورکړي، خو کرکټ بورډ لاهم د هغه د قضیې په اړه څه نه دي ویلي.
هغه مهال د افغانستان د کرکټ بورډ مشران په دې تورن شوي و چې ګواکې د مافیا ډلې په خوښه فیصلې کوي چې له همدې امله یې افتاب عالم له صحنې بهر کړ.
د یادولو ده چې په دې وروسیتو کې د افغان کرکټ بورډ له لوري په شفیق الله شفق هم نا مغلوم بندیز لګېدلی دی په هغه تور دی چې ګواکې په افغان غوره لیګ او شپږیزه لیګ کې فساد کړی دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.