The news is by your side.

له ۱۷ ولایتونو نه شاوخوا ۱۰ زره نجونو کانکور ازموینه ورکړه

خبریال وېب پاڼه/وړمه ورځ د هېواد په کچه ۱۷ ولایتونو کې د د کانکور انزموینې لومړی پړاو تر سره شو چې زرګونه تازه فارغ شویو زده کوونکو په کې برخه اخیستې وه.

وړمه ورځ د هېواد په کچه ۱۷ ولایتونو کې د د کانکور انزموینې لومړی پړاو تر سره شو چې څه د پاسه ۴۱ زره زده کوونکو په کې برخه اخیستې وه. له دوی څخه څه د پاسه لس زره یې نجونې وې.

په افغانستان کې روانې اودې کشالې د نجونو برخلیک له ستر ګواښ سره مخ کړی دی او دوی نه شي کولی لومړنۍ، منځنۍ او بیا لوړې زده کړې وکړي. د وسله والو طالبانو په سیمو کې د نجونو ټول ښوونځي د دغې وسله والې ډلې لخوا یا سوځول شوي او یا یې د نجونو پر مخ تړلي دي.

تېره ۱۹ کلنه جګړه د افغان مېرمنو له پاره تر ټولو تریخه تجربه وه چې له یو اړخه په زده کړه ییز یون کې پاتې راغلې، له بل پلوه یې د نارینه و د تلفاتو له امله لوی زجرونه وګالل.

وسله والو طالبانو که له یو پلوه د نجونو پر وړاندې را اخیستې ده، بل پلو د پاکستان په لمسون د هلکانو ښوونځیو ته هم اورونه ورته کوي. تېره اونۍ یې هم په تخار ولایت کې د هلکانو یو مجهز ښوونځی ښوځولی ؤ چې په کې ډېری قران شریفونه هم سوځېدلي وو.

یو شمېر افغانان د نجونو پر وړاندې له روان حالت نه سخت اندېښمن دي او وایي چې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سربېره دوی له زده کړو را ګرځول بله هغه لویه جفا ده چې یوه لوړه فیصدي افغانان یې ورسره کوي، خو ځینې نارینه بیا سره له دې چې په خپلو خویندو او ښځینه و باندې د زده کړو کولو هڅې هم کوي، نه بریالي کېږي دغه هیله پوره کړي.

د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي، خبریال وېب پاڼې ته وویل چې، دوی په کابل کې اوسېږي او ښه اقتصادي ژوند هم لري خو په وینا یې نجونې یې له شپږم ټولګي هخوا زده کړو ته نه پرېښودل کېږي.

د خبریال همکار ورڅخه څرنګوالی پوښتلی ؤ، چې په ځواب کې یې ورته د خپلې کورنۍ د مشرانو افراطي مفکوره یاده کړې وه او زیاته کړې یې وه چې مشران یې د شرایطو د خراب والي په پلمه له زده کړو را ګرځوي خو په خپله ورته شرایط نه برابروي.

ویل کېږي سږ کال به د ټول هېواد په کچه څه د پاسه ۲۱۰ زره زده کوونکي/ې د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي او دغه ازموینې به په ۵ پړاوونو کې ترسره شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance