The news is by your side.

کندهار روغتون ته د بولدک ټپیان ورسېدل !

خبریال وېبپاڼه – دا هغه عام ولسي‌وګړي‌دي ‌چې پاکستاني پوځ د شا له خوا په سپین بولدک ولسوالي کې په ګولیو وویشتل .

افغان امنیتي‌ځواکونو ټپیان کندهار ته انتقال کړي دي‌.

په ټپیانو کې ښځې؛ ماشومان او سپین .ېري‌زیات دي؛ پردوی باندي ‌پاکستاني ملېشو هغه مهال پرله پسې ډزي ‌وکړې چې د چمن غیرتمندو پښتنو په زوره د د سپین بولد او چمن ترمنځ دروازه ونړوله او پاکستاني تاسیساتو ته یې اور ورته کړ.
امنیتي چارواکي ‌وايي ‌چې افغان امنیتي ساتونکو د هغو ډزو ځواب ورکړ چې تر ډیورنډ کرښه دا خوا پر بې وسلو مسافرو افغانانو کېدې‌.‌

د کند هار امنیه قوماندان تادین خان نورو ساتونکو ته هم د «تیارشئ» امر ورکړی او ویلي یې دي چې د خپلې خاورې د لویشت لوېښت او هر افغان وګړي به دفاع کوي .

افغان پوځ د دفاع وزارت امرته منتظر دی خو ددفاع وزاریر اسدالله خالد په رخصتي تللی او پوځ نه بلکه سرحدي ساتونکي‌له خپلې خاورې دفاع کوي‌.

د کندهار امنیه قوماندان د روغتون له ډاګترانو غوښتي چې بې توپیره د هر ناروغ عاجله او بېړنۍ درملنه وکړي .

په بولدک کې د عامو خلکو پر کورونو د پاکستاني پوځ توغندي ‌را لوېدلي‌ چې درانه تلفات یې اړولي ‌دي .‌

د دښمن هیواد پآکستان پوځ په پرله پسې ډول د عامه خلکو پر کورونو هم بریدونه کوي، اکثره خلک له کورنو دښتو ته وتلي‌دي‌. 

د سیمې یوه اوسېدونکي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د نورزو د قوم د یوه مشر حاجي کوټوال پر کور د پاکستاني پوځ راکټ را لوېدلی او یو ورور

حاجي نور احمد یې شهید شوی او بل ورو یې ټپي دی .‌دا خبر لا تر اوسه افغان چارواکو نه دی تاید کړی .  

تازه دمه افغان ځواک ‌سپین ولدک ته ورسېدل جګړه روانه ده!
خبریال وېبپاڼه – له کندهاره دافغان سرحدي ساتونکو تازه دمه ځوانان سپین بولدک ته ورسېدل او شد یده جګړه روانه ده.

خبریال وېیبپاڼې ته د کندهار امنیتي‌سرچینو وویل چې په لمړۍ جوپه کې (۱۵۰) سرتېري‌چې په سپکو او درنو وسلو سابمال دي سپین بولدک ته رسېدلي‌دي‌؛ خو د نورو سرتېرو لپاره ارګ اجازت نه ورکوي‌چې هلته لاړشي .

د سیمي‌ اوسېدونکي‌وايي‌ چې پر ډیورنډ کرښه د شهید کلي څخه خلک وزي‌ او د په کلي‌کې هم د پاکستاني پ،ځ ګولۍ لګیدلې دي‌.

پاکستانی پوځ او افغان ځواکونه لا هم یو پر بل په پرله پسې ډول ډزې کوي‌ خو تر اوسه دافغان پوځ لورته کوم تلفات نه دي‌اوښتي‌.   

بولدک: پر پاکستاني پوځ د افغان ځواکونو مرګونی برید !

خبریال وېب پاڼه – افغان امنیتي ځواکونو هغه پاکستاني پوځیان هلاک کړل چې پر ډیورنډ کرښه یې سپین بولدک ولسوالي‌ته پر اوښتو مسافرو د شا له خوا ډزي‌کولې .‌

یو شمېر مسافر پاکستاني پوځیانو د شا له خوا ویشتي دي ، خو ډېری نور بیا دافغان ځواکونو له لوري‌بچ کړل شو دي .

په سپین بولدک ولسوالي کې یوې امنیتي سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د دښمن هیواد (پاکستان) عسکرو پر هغو بېګناه مسافرو د شاله خوا ډزي ‌کولې چې تر ډیورنډ کرښه د سپین بولدک ولسوالي‌ته اوښتي ‌وو.

سرچینه وايي چې د افغان امنیتي‌ځواکونو له برید سره سم یوشمیر پاکستاني پوځیان په ګولیو ولګیدل چې نور یې مرستې ته راغلل او خپل هلاک شوي‌او ټپي پوځیان یې انتقال کړل .

افغان ځواکونو وروسته له هغه پر پاکستاني ملېشو بریدونه کړي چې هغوی په سپین بولدک ولسوالي‌کې دننه پر عامو خلکو د توپکو خولې را خلاصې کړې .

ډیورڼډ: تلفات (۸۲) ته لوړ شول

خبریال وېبپاڼه: پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني ملېشو او افغان ځوانانو ترمنځ سخته جګړه لا هم روانه ده؛ خبریال وېبپاڼې ته رارسېدلي‌ راپورونه ښيي چې (۲) مېرمنې (۲) ماشومان او درې(۳) نارینه تر دم ګړیه شهیدان شوي ‌دي ‌او(۷۵) نور ټپیان دي‌.

په سیمه کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي چې پنجابي ملېشو ته هم درانه تلفات او ښتي او د هلاک شویو پوځیانو مړي یې لیدلي دي .

جګړه وروسته له هغه پښتنو ځوانانو پیل کړه چې پاکستاني پوځیانو پر یوه افغان مېرمنه ډزي‌وکړې او ټپي یې کړه .

غصه ناک افغان ځوانان په خالي‌لاسونو پر پاکستاني پوځ ورغلل او د هغوی تاسیساتو ته یې اور ورته کړو.

د لويي‌ګیټ په خوا کې دروازه یې ماته کړه او (لراوبر) یې سره یو کړل .

پاکستاني پوځیانو په ډېره بېرحمانه ډول پر افغان ځوانانو ګولۍ وچلوې چې تر (۸۰) زیات سپین .ېري ، ځوانا ، ښځې او ماشومان یې وویشتل .

ناوخته ماښام د افغانستان زړورو سرحدي پولیسو د خپل ولس په ملاتړ پر پاکستاني ملېشو د خپلو توپکو خولې ورخلاصې کړې او ګڼ پآکستاني پوځیان هلاک شول .‌

دواړه لوري‌ی پر بل ډزي کوي .‌
جګړه روانه ده نور معلومات به ورسته درسره شریک کړو .

ډیورڼډ جګړه : تلفات (۸۲) ته لوړ شول

ډیورنډ ! د افغان وګړو او پاکستاني ملېشو جګړه روانه ده

ډیورنډ! د افغان پوځ په تازه برید کې پاکستان خپل تلفات ومنل

تازه دمه افغان ځواک ‌سپین ولدک ته ورسېدل جګړه روانه ده!

   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.