The news is by your side.

غني په کندهارکې د پاکستان د برید په اړه هیڅ ونه ویل!

خبریال وېبپاڼه – د افغانستان د ولسمشري پرڅوکۍ ناست محمد اشرف غني د دښمن هیواد پاکستان د برید په تړاو هیڅ ونه ویل. غني  د لوګر د پل عالم د تېر ماښام پر برید چې تر (۶۰) زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله پکې واوښته هم پټه خوله پاتې شو.

په کندهار کې د تېره شپه د پاکستان د پوځ په بریدونو کې نېژدې (۲۰) کسان شهیدان او تر (۸۰) زیات تپیان شوي دي‌.

هم داراز د ډیورنډ کرښې هاغاړه په محکومه پښتونخوا چمن ښار ګوتي کې د پاکستان د پوځ په ډزو (۸) کسان شهیدان او تر (۹۰) زیات ټپیان شوي‌ دي؛ خو محمد اشرف غني‌چې د افغانستان د ولسمشري په څوکۍ ناست دی دا دواړه پېښي په خپله اختریزه وینا کې له پامه وغور ځولې .

اشرف غني‌ بیا هم په خپلو خبرو کې د سولي په وړاندي د خنډ د ایجادولو هڅه وکړه او د (۴۰۰) طالب زندانیانو د خلاصون په تړاو یې د لويي ‌جرګې د رابللو غږ وکړ.

پوښتنه داده چې د (۴۰۰) زندانیانو د خلاصون په موخه د لويي جرګې رابلل ولي؟
دافغانستان اکثره وګړي په دې معنا دي چې غني د واک غځېدل غواړي او هڅه کوي چې د سولي خبرې وځنډیږي او دده د واک موده نوره اوږده شي .

خلک وايي که د زندانیانو د خلاصون په تړاو د لويي‌جرګې رابلل ضروري‌وای نو په کار وو په لمړي سر کې د ټولو طالب زندانیانو په تړاو لویه جرګه رابلل شوې وای؛ خو اوس ددې (۴۰۰) زندانیانو په تړاو لویه جرګه را بلل یوازي او یوازي د وخت ضایعه کول او د سولي پروسه ځنډول دي .

دافغانستان په ارګ ننوتلي غني‌ په خپلو خبرو کې د لوګر او کندهار د خونړیو پېښو په تړاو یوازي‌ په یوه جمله کې وویل چې« د کندهار او لوګر د پېښو غندنه کوم»‌ چې دې ټکي د خلکو احساسات لا نور د حکومت خلاف را وپارول.

حمد اشرف غني نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لوی اختر لمونځ له اداء کولو وروسته د اختر په مناسبت په وینا کې وویل چې د طالبانو ٤٦٠٠ بندیان یې خوشي کړي او د پاتې طالب بندیانو جرمونه درانه دي.

محمد اشرف غني د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ د اختر تر څلورمې ورځې بشپړوي، چې له دې سره به د حکومت له لوري د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ٥ زره ١٠٠ ته ورسیږي.

غني وایي، د ولسمشر په توګه اساسي قانون او د جزا قانون د درنو جرمونو طالب بندیانو د ازادولو جازه نه راکوي، نو د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه به ولس ته مراجعه کوي او په دې اړه به ولس پرېکړه کوي.

افغان حکومت د ٤٠٠ طالب بندیانو د ازادولو لپاره لویه جرګه غواړي او په دې اړه له ولس نظر اخلي.

غني د طالبانو له اوربند هرکلی او ملاتړ وکړ، نوموړي د اوربند نوښت امتیاز د ملي یووالي حکومت ته ورکړ، چې د لومړي ځل لپاره یې طالبانو ته د اوربند وړاندیز وکړ او هغوی ومانه.

خلک وايي که غني ‌ملت پال وای نن به دافغانستان ملي بیرغ نیم ځوړند اعلان شوی وای او د پاکستان ټول سفارتي کارکونکي به یې د هغوی هیواد ته شړلي وای .

دافغانستان ولس اشرف غني‌یو معمله ګر بولي او وايي چې د سپین بولدک د بریدونو په تړاو یې له پاکستان سره شوې معمله کې پآکستان د افغانستان د پېښو په تړاو د خبرو اختیار ورڅخه اخیستی دی .

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.