کوم خواړه ډير کلسيم لري؟
خبريال ويبپاڼه/ موږ ټولو د ماشومتوب له دورې څخه راهسي داسې اوریدلي چې يوازې شیدې دې چې ښه پريمانه کلسیم لري او هره ورځ يې بايد د هډوکو د پیاوړي کيدو لپاره وڅښل شي.
بايد وويل چې په یوې پیالې شیدو کې شاوخوا ۳۵۰ ملی ګرامه کلسیم شتون لري ، په داسې حال کې چې یوه بالغ انسان هره ورځ ۱۰۰۰ ملی ګرامه د کلسيم خوړلو اړتيا شته چې ويې وخوري ، په دې معنی چې که موږ هره ورځ یو پیاله شیدی وخورو نو دا به زموږ بدن سره مرسته وکړي او تر ډيره به مو په بدن کې د کلسيم اندازه پوره شي.
په بدن کې د کلسیم د مقدار د پوره کولو لپاره ، دا مهمه ده چې موږ په خپل ژړند کې په ورځني ډول په خپل غذايې رژیم کې هغه خواړه شامل کړو چې د کلسیم اندازه پک ډيره تر څو زموږ د بدن اړتیا پوره کړي.
د تالنګ بلنګا
تالنګ بلنګا یو له هغو غوره شیانو څخه دی چې موږ کولی شو د هغه په واسطه په بدن کې د کلسيم مقدار پوره کړو ددې لپاره چې په بدن کې د کلسم اندازه مو پوره شي د تالنګ تخم وکاروئ ، تالنګ تخم د کلسیم خورا پريمانه ذخيره لري.
د تالنګ تخمونو
د تالنګ تخمونه د یو ګیلاس شیدو څخه ډیر کلسیم لري ، تاسو کولی شئ دا تخمونه په يوازي ډول وخورئ یا په بل کوم شی کې يې اضافه کړئ.
بادام
بادام يو له هغو طبیعي وچو مغذي څخه عبارت دي چې د کلسیم اندازه پکې خورا بډایه ده.د بادامو د دریو برخو څخه څلورمه برخه د بادامو کلسم دي چې په يو ګرام بادام کې ۴۰ ملی ګرامه کلسیم شتون لري ، او که په تاسو ورځنۍ ډول د شیدو خوراک نه خوښوئ ، نو د دې پرځای بادام وکاروئ.
بادام بغير له کلميسو څخه ځيني نور واټامينونه هم لري. چې د حافظې پياوړتيا لپاره تر ټولو ګټور خواړه دي.
د يادونې وړ ده چې بادام د جنسي قوت لپاره هم خورا ګټور خواړه دي.
دا هم ياد ولرئ که څوک د جنسي قوت برخه کې کمزوی وي او يا يې پښې او ملا درد کوي په تيره بيا ګونډي نو دغه ډول خلک دې بادام را وخلې په شيدو کې دې يو ځای له خورما سره و ايشوي تر درې واړه شيان ښه مخلوط او ګډ شي وروسته دې سهار مهال يو يو.ګيلاس وڅښي انشالله چې ډير ژر به دغه ستونزه حال شي.
د مالټي اوبه
مالټه هم له هغو ميو څخه ګڼل کيږي چې د ويټاميونونو پريمانه ذخير لري د مالټي په يوه ګيلاس جوس له ۲۶۶ ګرام څخه تر ۳۵۰ ملی ګرامه کلسیم شتون لري ، په داسې حال کې چې د کلسیم سربیره ، د مالټې جوس د ویټامین سی بډای ذخيره هم لري.
اينځر
بايد ويل شي چې انځر هغه ميوه ده چې ښې پريمانه ګټې لري که څه هم دعه ميوه خوږه ده خو بيا د شکري د ناروغانو لپاره مناسبه او ښه ميوه ده د انځر خوړلو ډیري ګټې لري دا ځکه چې په انځر کې د کلسیم بډایه اندازه شتون لري.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.