The news is by your side.

په نړۍ کې د انټرنېټ تر ټولو چټک ترين ريکارډ

خبريال ويبپاڼه/ د ټولې نړۍ په کچه د انټرنيټ تر ټولو چټک ترين ريکارد هغه تيز ترين نيټ چې په پوه ثانيه کې ۱۷۸ تيرا بايټسه شتون پکې لري.

دغه چټک ترين سرعت د يو نوي آپټيکل فايبر په واسطه تر سره کيږي چې پر يوه وخت داسي ويډيوګاني چې هره يو ۱۵ ګيګا بايټه وي تر ۱۵۰۰ ويډيو.ګانو پوري ډانلوډ کولای شو.

په لندن کې د يوې کمپني له لوري داسي يو کيبل جوړ شوی چې پر يوه وخت ۱۷۸ تيرا بيټسه په يوه ثانيه کې نيټ ليږدولي. چې په ټوله نړۍ د چټکوالې له مخې لومړني نيټ کيبل چې پر يوه ثانيه کې دومره په پراخه اندازه نيټ ليږدوي.

چې د چټکواله له مخې ۱۵۰۰ ويډيو ګاني هر يوه ان ۱۵ ګيګا بيټه هم وي په يوه ثانيه کې ډاونلوډوي.

د آپټکل فايبر مخکنی د ډيټا ليږ( ډيټا ټرانسفر) ريکارډ ۱۵۰.۳ تيرا بيټه وه چې د چاپان هيواد له خوا په دوه کاله مخکي یغني په ۲۰۱۸ زيږدز کال کې رامنځته شو. چې تر اوسني نوي چې په لندن کې جوړ.شوی ۱۸.۵ سلنه کمزوری هم وو.

که څه هم دغه ټيا ټراسفرمر په ډيره پراخه بوديجه جوړ شوی او خورا زيات لګښت پرې راغلی خو ددې برخې کارپوهان وايې چې که په دغه برخه کې نور کار وشي شايد په ډير کم لګښت تر دې نور هم ډير تيز شي.

د يادولو وړ خبره ده چې اوس په ټوله نړۍ کې په اوسط ډول د ډاونلوډينګ په برخه کې ۸۱.۴۶ ميګابيټس په يوه ثانيه کې شتون لري. دا په داسي حال کې ده چې اوسني ۴ جي موبايلونه د انټرنيټ اوسط تيزوالی ۳۴.۵۱ ميګابيټس دی.
چې په عمومي ډول ويلای شو په اوسني وخت کې تر ټولو تيز ترين نيټ چې په هر وخت کې تل فعاله وي د متحده عربي اماراتو هيواد نيټ دی چې په يوه ثانيه کې ۱۱۰.۹ ميګابيټس دی.

دا په داسې کې ده چې د ټول افغانستان په سطحه نيټ بيخي کمزوری او آن بيخي د له شتون سره مخ دی.
افغان ټلي کام هغه انټرنيټي شبکه چې په افغانستان کې انټرنيټ د کيبل او فايبر له لاري انټر نيټ ليږدوي چې خورا ډير کمزوی او آن ډيری وخت خو کار نشي کولای.

د نيټ فايبر کيبل چې يوازي د پلازميني کابل او ځينو څنګلورو ولايتونو کې شتون لري. دا نيټ کيبل چې د بريښنا په شتون کې کار کوي نو له امله دې امله په افغانستان کې د بريښنا د نشتون په صورت کې دغه نيټ کار هم نه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.