The news is by your side.

د شپږیزې اووم پړاو سیالیو اتلولي کابل بازانو ترلاسه کړه

خبریال وېب پاڼه/ د شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پړاو سیالیو پای لوبه نن په پلازمېنه کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي کې د کابل بازانو لوبډلې له مس عینک لوبډلې یوړه او د دویم ځل لپاره یې د شپږیزې لیګ اتلولي تر لاسه کړه.

د لوبې پچه د مس عینک لوبډلې وړې وه او کابل بازانو ته یې د توپ وهنې چانس ورکړ، کابل بازانو د مس عینک لوبډلې ته په لسو ویکټو او شلو اورونو په لوبولو سره مقابلې لوبډلې ته ١٤٠ هدف وټاکه خو د مس عینک لوبډله ونه توانېده چې له ١٤٠ منډو یې واړوي او بریا خپله کړي.

د نن او شپږیزې اووم پړاو کرېکټ سیالیو د پای لوبې غوره لوبغاړی ننګیال خروټي د ٢١ منډو او دوه ویکټو په ترلاسه کولو وټاکل شو.

د شپږیزې کرېکټ لیګ اووم پړاو سیالیو کې مس عینک لوبډلې پرون په نیمه پای لوبه کې بند امیر ته ماتې ورکړه او د شپږیزې پای لوبې ته ووته.

مس عینک لوبډلې و کولی شول، چې بند امیر لوبډله د پنځو ویکټو په توپیر وروسته کړي او ځان تر پای لوبې ورسوي.

لومړی توپ وهنه د بند امیر لوبډلې له لوري ترسره شوې وه، چې مقابلې مس عینک لوبډلې ته یې ١٧٩ هدف کېښودی وو او مس عینک لوبډلې وکولی شول چې د پنځو ویکټو په توپیر بند امیر له پای لوبې را وګرځوي او بریا په خپل نوم کړي.

د تېر کال د شپږيزو جام سيالیو اتلولي د مس عينک لوبډلې ګټلې وه خو هغه مهال يې محمد نبي عیسی خېل لوبډل مشر وو چې اوس مهال د دې لوبډلي لوبډل مشري شاپورځدراڼ کوي.

تېر کال له دې لوبډلې سره د بالينګ په برخه د افغان ملي لوبډلې تکړه توپ اچوونکی نوين الحق هم ملګری وو.

او د بيټنګ په برخه کې بريدګر توپ وهوونکی رحمان الله ګوربز مس عينک تر ټولو تکړه لوبغاړی وو، خو دا ځل رحمان الله ګوربز په خپله د مس عينګ خلاف د کابل بازانو لوبډل مشر وو، چې په بریالۍ توګه یې لوبډل مشري وکړه او خپله لوبډله یې اتلولۍ ته ورسوله.

د شپږیزې لیګ اووم پړاو کرېکټ سیالۍ چې باید لا پخوا ترسره شوي وی د کرونا وبا د خپرېدو او ترې د خوندیتوب له کبله ځنډول شوې وه.

نن ورځ د شپږیزې پای لوبې ته د هېواد له هر ولایت نندراچیان د کرېکټ او د کرېکټ د ځوانو لوبغاړو مینه وال راغلي وو چې د لوبې هره برخه یې په چغو شور او ولولو بدرګه کوله.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance