The news is by your side.

محمد (ص) ته توهين کوونکي مجلي پر دفتر بريد شوی

خبريال ويبپاڼه/ هغه مسلمان وګړی نيول شوی چې غوښتل يې د شارلي ابدو هغې مجلي پر دفتر بريد وکړي چې څه موده مخکي يې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد ص کارتون جوړ کړی وو او هغه ته يې توهيونونکی خبري ليکلي وې.

د پوليسو له خوا دغه مسمان وکړی په داسي حال کې نيول شوی چې هغه ځای ته يې اور اچول چې مخکي د شارلي ابدو مجلي دفتر پکې وو.
دې مسلمان وګړي ويلي چې دی نه پوهيده چې د شارلي ابدو مجلي دفتر به له دغه ځای څخه انتقال شوی وي دی.

یوه فرانسوي څارنوال ژان – فرانسوا ریکارډ پرون خبریالانو ته وویل، چې دغه شکمن کس ، چې ځان یې ۱۸ کلن حسن معرفي کړی ، هڅه یې کوله چې د شارلي ابدو مجلي دفتر ته خوا د دریو بوتلونو په سوځولو سره هغه ته اور واچوي.

په ۲۰۱۵ کال په پاریس کې د شارلي ابډو پر دفتر په برید کې ۱۲ تنه ووژل شول .
برید کونکو دغه برید د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم منسوب کارټونونو د مجلې د خپرولو په غچ کې کړی وو.

له دي بريد وروسته د مجلې دفتر له هغه یو نامعلوم ځای ته انتقال شو.

خو دغې مجلې په د رواني میاشتي په جريان کې بيا هغه پاروونکي کارټونونه بیا چاپ کړل چې په نړيواله سطحه يې د مسلمانانو سخت غبرګونه را پارولي وو.

بايد وويل چې اوس په فرانسه کې ددې پر دفتر په تور ۱۲ کسان تر محاګمې لاندي دي.

د ياد ولو وړ ده چې شارلي ابد مجلي په ۲۰۱۵ کال کې د حضرت محمد ص کارتونونه چاپ کړل چې د نړۍ د ګڼلو مسلمانونانو سخت غبرکونونه يې را وپارول.
حتی په خپله فرانسه کې هم ګڼو مسلمانانو سخت لاريونونه وکړل او له د فرانسي حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې دا مجله بايد بند او چلوونکو ته يې سخته سزا ورکړل شي.

يوازي فرانسه نه وه چې مسلمانانو پکي سخت لاريونونه وکړل بلکي په ټوله نړۍ کې سخت لاريونونه تر سره شول.
حتي په ډيری مسلمانو هيوادنو کې خو د فرانسي د سفارت مخته سخت لاريونونه تر سره او د فرانسي د سفارتونو د سوځولو ګواښ يې وکړ .

دا لومړی ځل نه دی ځل نه دی چې په فرانسه کې اسلامي مقدساتو توهين بلکي څه موده مخکي هم يوه فرانسوي وګړي قران کريم ته اور ورته کړ چې د ګڼو ملسمانانو غبرګونه يې را وپارول. چې ددې په غبرګونو کې لاريونونه تر سره او دا لاريونونه په سخت تاوتريخوالي بدل شول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance