The news is by your side.

خليلزاد: غني بايد د سولي اوسني فرست له لاسه ور نه کړي

خبريال ويبپاڼه /د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د ولسمشر غني سره د يوې غونډې پر مهال ليدلي.
خليلزاد ددې ليدني خبر پر خپله ټویټر ليکلی.
خليلزاد ليکلي چې پر ولسمشر اشرف غني يې ټينګار وکړ چې د سولي اوسني فرست بايد له سه ور نه کړل شي.

خليلزاد وويل ولسمشر غني ورته ويلي چې هغه به د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پلاوي ملاتړ وکړي تر هغه چې هغوی د سولې دې کار ته دوام ورکري.

خلیل زاد زياته کړه چې د تاوتریخوالي کچه بيخي لوړه شوي ده، د هغه په خبره د تاوتریخوالي کمول د باور او سولې خبرو اترو لپاره اړین دي.

بايد وويل شي چې ولسمشر په داسي حال کې کويټ او د قطر دوحي ته سفر کوي چې تر دې يوه ورځ مخکي د سولي په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د امريکا د دفاع وزير هم د قطر دوحي ته سفر وکړ.

دغه لوړ پوړي چاروکي په داسي حال کې د قطر پلازميني ددوحي ته سفر کوي چې د طالب وياند ډاکټر محمد نعيم ودرګ له خولې وويل شوي وو چې دواړه لوري د اروبند هوګړي ته سره رسيدلي يوازي دومره چې د دواړه لوريو د لوړ پوړو چارواکو له خوا لاسليک اومضا شي.
نعيم وردګ ويلي چې له هغه وروسته به نوري خبري او د راتلوونکي جوړښت په اړه بحث کيږي.

داسي ويل کيږي چې دواړه غاړي يوه هوګړي ته سره نيږدي شوي نو ځکه د امريکا ځانګړی استازی خليلزاد او د امريکا د دفاع وزير د دقطر دوحي ته سفر وکړ.

بل خليلزاد هم تيره وزځ وويلي وو چې طالبان چمتو دي چې د سولي خبري سمې پر مخ ولاړي شي خو هغه د افغان حکومت پر پلاوي تور پوري کړ چې د سولي د خبرو د ګډوډولو کوښښ کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.