The news is by your side.

طالبان: راتلونکي کې له امریکا او ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې پالو

خبریال وېب پاڼه/ طالبانو د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې تود هرکلی کړی چې غواړي د روان میلادي کال تر پایه خپل ټول ځواکونه له افغانستان باسي.

طالبانو یې په خوښۍ اعلامیه خپره کړې، او ویلي یې دي چې دا اقدام د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې د عملي کولو په برخه کې خورا مثبت ګام دی.

طالبان اعلامیه کې وړاندې زیاتوي چې دوی هم د امریکا سره د سولې هوکړې ټولو مواردو ته ژمن دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو له لوري په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې طالبان به راتلونکې کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره مثبتې اړیکې وپالي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د روان میلادي کال د پای ته رسېدو او د کرسمس ورځې وړاندې به خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د ټرمپ پرېکړه ټاکنیزه بولي او پر وینا یې غواړي چې خلکو ته وښیي پر خپلو ژمنو ولاړ وو او عمل یې پرې وکړو.

کابلوف وایي افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شتون د سیمې له ثبات او امنیت سره مرسته کوي او د افغانستان نه د ځواکونو وتل باید د سیمې وضعیت سره تړلې وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance