جګړو د هلمند – کندهار لویه لار تړلې
خبریال وېب پاڼه/ هلمند ولایت کې د څلورو ورځو را هیسې سختې جګړې له امله د هلمند- کندهار لویه لار تړل شوې ده.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي وګړو پر مخ د لویې لارو تړل کېدل جنګي جنایت بولي او د جګړې له دواړو خواوو د ملکي وګړو ژوند ته د پاملرنې غوښتنه کوي.
هلمند ولایت کې د سختو جګړو له کبله د ٦٠١ شهرا د وسله والو طالبانو له لوري له ماینونو ډکه شوې ده او اوس مهال د مسافرینو د تګ را تګ پر مخ تړل شوې ده.
د هلمند- کندهار لویه لارې تړل کېدو مسافرین له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي او له طالبانو غواړي چې لویه لار د خلکو او مسافرینو د تګ را تګ پر مخ خلاصه کړي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، طالبانو د ٦٠١ شهرا او یو شمېر نورې لارې د طالبانو له لوري د ماینونو د اېښودلو له کبله ویجاړې شوي او د مسافرینو پر مخ تړل شوي دي.
ښاغلی ځواک وایي، د لارې د خلاصېدو په موخه عملیات پیل شوي او د خلاصېدو سره به لارې ا پلچکونه بیا ترمیم شي.
له څو ورځو را هیسې په هلمند ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو جګړې زور اخیستی او ګڼ طالبان وژل شوي دي.
له طالب مشرانو د هلمند اوسېدونکي غواړي چې اوربند وکړي او جګړه ودروي، هلمند د نورو ولایتونو په پرتله روانې جګړې ډېر ځپلی او لا هم د جګړې په اور کې سوځي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.