The news is by your side.

د بحرین خلکو د اسرایلو په وړاندې لاریون وکړ

خبریال ویبپاڼه/ په بحرین کې په لسګونو خلک د دوی هېواد ته د اسراییلو د لومړي پلاوي د سفر او تل ابیب سره د لاس لیک شوو تړونونو په اړه په منامه کې د احتجاج په ډول راټول شوي وو.

د بحرین سیاسي اپوزیسیون ملي وفاق اسلامي ډلې، په خپل رسمي ټویټر پاڼه کې د لاریون عکسونه ځړولي.

لاریون کونکو د بحرین او فلسطین بيرغونه چې؛ د صهیونیسټانو سره تړون معقول نه دی، اسراییل دې تباه شي، صهیونیسټان باید زموږ له خاورې ووځي، ستاسو تړونونه اعتبار نلري، شعارونه پرې لیکل شوي وو، له ځآن سره لېږدول.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت یو بیان خپور کړی چې ویلي یې دي د بحرین او اسراییل ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې په رسمي ډول په منامه کې د دواړو هیوادونو د چارواکو لخوا د یوه تړون په لاسلیک کولو سره پیل شوې.

د بیان له مخې، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له عبدالطیف الزباني سره په تلیفوني خبرو کې وویل، چې د لویو ګامونو په اخیستو سره به د سولې بهیر ګړندی کړي.

بحرین څلورم عربي هیواد دی چې له مصر، اردن او متحده عربي اماراتو وروسته د اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو هوکړه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.