The news is by your side.

برېټانیا د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره ٧٠ میلیون پونډ مرسته اعلان کړې

خبریال وېب پاڼه/ کابل کې د برېټانیا سفارت له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په پار د ٧٠ زره پونډ مرستې اعلان کړی.

د برېټانیا سفارت وایي، دوی د راتلونکي کال لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه یاده ژمنه د بروکسل په غونډه کې کړې.

د برېټانیا سفارت غواړي له نغدي مرستو سره سره له افغان امنیتي ځواکونو سره تخنیکي او تخصصي مرستو ته هم دوام ور کړي او وایي موخه یې له دې مرستو د سولې اوثبات پر مسیر د افغانستان سوکه کول دي.

په ورته مهال کابل کې د برېټانیا سفارت په هلمند، غور او یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو جګړې او بریدونه غندلي او د اوربند تمه ترې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان امنیتي ځواکونه اوس مهال په هلمند کې په جګړه بوخت دي، هلمند کې د جګړې یوولسمه ورځ ده خو جګړه لا نه ده غلې شوې، افغان ځواکونو ته درانه تلفات ور اوښتي خو له ځواکونو څو برابره زیات طالبانو او ورسره بهرنیو جنګیالیو ته مرګ ژوبله او تلفات ور اوښتي.

د برېټانیا په ګډون زیات شمېر بهرنیو هېوادونو له طالبانو د جګړې او تاوتریخوالي د کموالي او اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان پرې غوږ هم نه ګروي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.