The news is by your side.
د برخي‌ پلټل

خبریال

دا برخه د افغانستان د بیلا بیلو څنډو نه خبرونو لپاره ځانګړې شوې ده .‌
که غواړئ‌د افغانستان په هر تازه خبر ځان خبر کړئ نو دا برخه څارئ

ننګرهار: پر محبس برید د ١١ بریدګرو په هلاک کېدو په بشپړ ډول پای ته ورسېد

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار پر محبس برید چې پرون ماښام ٦:٤٠ دقیقې پیل شوی وو د ٢٣ ساعتونو جګړې وروسته د یوولس بریدګرو په هلاک کېدو پای ته ورسېد. په برید کې ٣٤٠ بندیان او د برید ځای ته څېرمه په شرق پلازه کې چې برید ګرو ترې ډزې…

ننګرهار: پر محبس برید د ٨ بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار پر محبس برید چې اته ساعته یې دوام وکړ، د اتو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد. خو عیني شاهدان وایي، د برید له ځایه اوس هم ډزې اورېدل کیږي او برید پای ته نه دی رسېدلی او د شرق له پلازې لا هم ډزې کیږي. د دفاع…

جلال اباد: ټول (۱۰۲۵) زندانیان بیرته نیول شوي‌

خبریال وېبپاڼه - د ننګرهار په مرکزي ‌زندان کې ټولټال (۱۷۹۳) زندانیانو شتون درلود چې برید وشو او له (۴۳۰) زندانیانو پرته نور ټول بندیان له زندان نه وتښتېدل، ځیني‌زندانیان له پلان سره سم وتښتېدل او ځیني ‌زندانیانو د جګړې له وېري زندان پرېښود…

جلال اباد: ۷ برید کونکي‌ ووژل شول اوتلفات نور هم جګ شول

خبریال ېبپاڼه - د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار دننه جګړه لا هم دوام لري‌ خو اوس خبریال وېبپاڼې ته راسېدلي‌تازه معلومات ښيي چې د (۱۰) بریدګرو له جملې یې (۷) کسان وژل شوي‌ او درې نور لا هم ډزي‌ کوي. د ننګرهار د والي‌ویاند خوګیاڼی ددې…

لوی درستیز احمدضیا جلال اباد ته ورسېد

خبریال وېبپاڼه - دافغانستان لوی درستیر احمد ضیا د ننګرهار مرکز جلال اباد ته رسېدلی او د عملیاتو ساحې ته تللی دی . نومړي ‌پوځ ته هدایت کړی چې د زندان به جګړه کې له پوره احتیاط نه کار واخلي‌ چې ولسي‌ وګړو ته تلفات وانه وړي‌. ‌ د ننګرهار…

د ننګرهار ٤٢٠ کاله پخوانی د مملې باغ د ورانېدو په حال کې دی

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د شاه جهان پاچا له خوا جوړ شوی د مملې باغ د خرابېدو په حال کې دی. د دغي ولایت اوسېدونکي وایي دغه باغ د کورنیو جګړو او په اوسنۍ وختونو کې د حکومت او طالبانو په جګړو کې خراب شوی او حکومت يي…

جلال اباد:جګړه روانه تلفات تر(۱۰۰) واوښتل

خبریال وېبپاڼه - دافغانستان په ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې لا هم د وسله والو ترهه ګرو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده .‌ د ملي‌امنیت سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې تر دم ګړیه (۲۲) امنیتي‌ سرتېري؛ ولسي‌وګړي‌او زندانیان…

افغان حکومت روانه اوونۍ د لویې جرګې رابللو تابیا نیسي

خبریال وېب پاڼه/ افغان حکومت روانه اوونۍ د زمري ١٧مه نېټه د مشورتي لویې جرګې د رابللو تابیا نیسي. ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختر په مناسبت په وینا کې وویل چې د طالبانو ٤٦٠٠ بندیان یې خوشې کړي او د پاتې ٤٠٠ درنو…

ننګرهار(۵۰) کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې

خبریال وېبپاڼه - د اننګرهار امنیتي سرچینې وايي چې د زندان په دروازه کې په لمړي ‌برید کې (۷) کسان شهیدان شوي‌ دي؛ او بهر (۵) نور شهیدان لرو . ټول ټال (۳۷) کسان ټپیان دي‌ چې د ځینو روغتیا يي‌ حالت د اندېښنې وړ دی. په ټپیانو کې ماشومان…

ننګرهار: د زندان د دروازې ټول ساتونکي ‌شهیدان شوي

خبریال وېبپاڼه - د ننګرهار د ملي ‌امنیت چارواکو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د موټر بم په لمړي‌ برید کې د زندان ټول ساتونکي ‌شهیدان شوي‌ او بریدګر زندان ته ننوتي ‌دي‌. له زندان نه تښدېدلي زندانیان په زوره د خلکو کورونو ته ننوزي ؛ څلور…

طالبان: ننګرهاربرید موږ پوري ‌تړاونه لري

خبریال ویبپاڼه - د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبریال وېبپاڼې همکار ته ویلي‌ چې دا برید په دوی پوري‌اړه نه لري او د طالبانو له لوري‌ نه دی شوی.‌ افغان حکومت وايي‌چې دا برید وسله والو طالبانو کړی او پراخ تلفات یې اړولي ‌دي . خبریال…

ننګرهار: هوايي ‌ډګر؛محبس اواستناف محکمه په نښه شوي‌

خبریال وېب پآڼه ـ د ننګرهار نه تازه رارسېدلي‌راپورونه وايي‌ چې پر محبس د شوي‌برید سره هم مهاله د هغه ولایت پر هوايي‌ډګر هم درې توغندي‌را لوېدلي چې تاسیساتو اور اخیستی دی . پر زندان باندي‌د مخ له لوري‌ د درنې چاودنې برید شوی چې د چارواکو…
koi finance