The news is by your side.

جلال اباد: ټول (۱۰۲۵) زندانیان بیرته نیول شوي‌

خبریال وېبپاڼهد ننګرهار په مرکزيزندان کې ټولټال (۱۷۹۳) زندانیانو شتون درلود چې برید وشو او له (۴۳۰) زندانیانو پرته نور ټول بندیان له زندان نه وتښتېدل، ځیني‌زندانیان له پلان سره سم وتښتېدل او ځینيزندانیانو د جګړې له وېري زندان پرېښود او ځانونه یې امنیتي ساتونکو ته وسپارل .

ددغو زندانیانو له برخې یو شمیر شهیدان او ټپیان شوي‌ هم دې چې دقیق شمیر یې نه دی روښانه؛ خو امنیتي ‌چارواکي ‌وايي چې (۱۰۲۵) زندانیان یې بېرته نیولي‌ دي‌.

چارواکي وايي چې (۴۳۰) زندانیان چې په زندان کې پاتې وو ژونديژغول شوي او تصفیويعملیات دوام لري .

په جګړه کې د قربانیانو شمیر شیبه په شیبه تغیر کوي خو د مليامنیت چارواکو خبریال وېبپآڼې ته وویل چې تر دم ګړیه (۸)  ترهه ګر وژل شوي‌او د زندانیانو، ملکیانو په ګډون له نظامي سرتېرو سره سره ټول تر (۳۰) زیات کسان شهیدان دي‌.

د ټپیانو شمیر تر (۹۰) زیات بلل کیږي او د ننګرهار په ټولو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی .

افغان چارواکي وايي چې د بریدګرو شمیر(۱۵) ته رسېږي چې (۸)  یې وژل شوي او پاتې نور یې ډزې کوي

جلال اباد جګړه: اوه برید کونکي‌ ووژل شول اوتلفات نور هم جګ شول

خبریال ېبپاڼهد ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار دننه جګړه لا هم دوام لري‌ خو اوس خبریال وېبپاڼې ته راسېدلي‌تازه معلومات ښيي چې د (۱۰) بریدګرو له جملې یې (۷) کسان وژل شوي‌ او درې نور لا هم ډزي‌ کوي.

د ننګرهار د والي‌ویاند خوګیاڼی ددې خبرې پخلی کوي؛ خو د نورو تلفاتو شمېر (۸۰) او وايي چې ۲۹ شهیدان او (۵۰) زخمیان لرو؛ البته د خبریال وېبپاڼې ته د ملي امنیت سرچینو وویل چې شهیدان تر (۳۰)  زیات او ټپیان تر (۹۰) زیات دي‌چې هغوی کې ملکيوګړي چې ښځې او مشاشومان پکې شامل دي: امنیتي سرتېري‌ او ځیني‌زندانیان هم شامل دي.‌

د ملي‌امنیت سرچینې وايي‌ چې برید ګر په انتهايي‌مهارت جګړه کوي‌داسي ښکاري‌ لکه پاکستاني‌ کمانډویان یا په بله معنا د پآکستان د کمانډو روزل شويترهه ګر .

د ننګرهار د ملي‌امنیت یوې لوړرتبه سرچینې دا خبره خبریال وېبپاڼې ته وکړه او زیاته یې کړه چې له صورت حال نه یې کابل خبر کړی دی .‌

سرچینه وايي چې دا سي اسناد یې هم موندلي‌دي چې برید ګر د ډیورنډ کرښې ها غاړه پرتلیفون خبرې کړي‌دي‌

  

لوی درستیز احمدضیا جلال اباد ته ورسېد

خبریال وېبپاڼهدافغانستان لوی درستیر احمد ضیا د ننګرهار مرکز جلال اباد ته رسېدلی او د عملیاتو ساحې ته تللی دی .

نومړيپوځ ته هدایت کړی چې د زندان به جګړه کې له پوره احتیاط نه کار واخلي‌ چې ولسي‌ وګړو ته تلفات وانه وړي‌. ‌

د ننګرهار په زندان کې دننه او په شرق پلازه کې لا هم ترهه ګر موجود دياو پر امنیتيساتونکو ډزيکوي‌.

دا په  ننګرهار کې د تېرو (۲۰) کلونو تر ټولو اوږده جګړه ده چې په جلال اباد کې دننه روانه ده.

دا جنګ پرون څه باندي‌ شپږ بجې پیل شو او تر اوسه یې دوام وکړ. پّ دغه نښته کې (۲۲) کسان شهیدان شوي‌، درې ترهه ګر وژل شوي‌او (۸۵) نور ټپیان دي‌.

جګړه دوام لري‌.    

جلال اباد: جګړه روانه تلفات تر(۱۰۰) واوښتل

خبریال وېبپاڼهدافغانستان په ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې لا هم د وسله والو ترهه ګرو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده .‌ د ملي‌امنیت سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې تر دم ګړیه (۲۲) امنیتي‌ سرتېري؛ ولسي‌وګړي‌او زندانیان شهیدان شوي‌ او تر (۸۵) نورټپیاندي‌

تر اوسه د (۳) ترهه ګرو د وژل کېدو راپورونه هم تلاسه شويدي‌. د ملي‌امنیت سرچینې وايي چې له زندان نه د تښتېدلو زندانیانو لوی اکثریت یې بېرته نیولی، خو د زندان په بارکونو کې لا هم ځیني ترهه ګر پټ دي‌.

دا جګړه چې اوس یې کابو شل ساعته وشول د یوه هاموي پوځي‌ ګاډي په مټ په ځانمرګي‌پیل شوه چې د ننګرهار د زندان دروازه یې والووزوله او پراخ تلفات یې واړول .

په جګړه کې د قربانیانو شمیر د ننګرهار چارواکي‌رسمآ‌کم ښيي او علت یې دا بلل کیږي چې په خلکو کې وېره لا زیاته نشي .

د جګړې سیمې ته کمانډو ځواکونه هم رسیدليدي‌ او پوځي سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دوی له زوره او ځواک نه ځکه کار نه اخليچې د ولسي‌وګړو تلفات زیات نشي‌.      

ننګرهار(۵۰) کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې

خبریال وېبپاڼهد اننګرهار امنیتي سرچینې وايي چې په برید کې د زندان په دروازه کې په لمړي‌برید کې (۷) کسان شهیدان شوي‌ دي؛ او بهر (۵) نور شهیدان لرو . ټول ټال (۳۷) کسان ټپیان دي‌ چې د ځینو روغتیا يي‌ حالت د اندېښنې وړ دی. په ټپیانو کې ماشومان او ځیني‌زندانیان هم شامل دي .‌

تر دم ګړیه (۲۹) تښتېدلي زندانیان بېرته امنیتيساتونکو نیوليخو لسګونه لا هم ورک دي.

شرق پلازه کې درې بریدګر پر خلکو ډزي کوي ؛ د ننګرهار په زندان کې اور بل دی او د زندان له مینځ نه لوخړي‌پورته کیږي .‌

سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ټول بریدګر (۱۰) کسان ديچې (۳) یې هلاک شوي‌ شوياو (۷) یې لا هم ډزي‌کوي .

هم دا شیبه افغان امنیتي ساتونکي د زندان له درېیمې دروازې هم ورتیر شول او د زندان مینځ کې یې له بریدګرو سره جګړه روانه ده .

د شرق پلازې ته ختلي ترهه ګر پر افغان امنیتي‌ځواکونو هدفي ډزې کوي چې تلفات یې هم اړولي‌ دي‌.

ځايي چارواکي‌ وايي چې ښايي په کورونو کې هم خلکو ته تلفات اوښتي‌ وي؛ خو دمګړی نه معلومیږي‌ چې څومره به وي؛ ځکه شرق پلازه کې ځیني فلټونه هم د اوسېدلو لپاره شته دي .     

ننګرهار: د زندان د دروازې ټول ساتونکيشهیدان شوي

خبریال وېبپاڼهد ننګرهار د مليامنیت چارواکو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د موټر بم په لمړي‌ برید کې د زندان ټول ساتونکيشهیدان شوي‌ او بریدګر زندان ته ننوتيدي‌.

له زندان نه تښدېدلي زندانیان په زوره د خلکو کورونو ته ننوزي ؛ څلور بریدګر د زندان سره په خواکې لوړپوړې ودانۍ ته ختلي‌او پراخې ډزيکوي .

یو شمیر زندانیانو ته هم تلفات اوښتي‌دي؛ خو تر اوسه یې دقیقه شمیره نه ده روښانه .

د ننګرهار زندان له منځه تورلوګي را پورته کیږي‌ او سخته ناورین وهلې فضا ده .  

طالبان: ننګرهار برید موږ پوري‌تړاو نه لري

خبریال ویبپاڼه – د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبریال وېبپاڼې همکار ته ویلي‌ چې دا برید په دوی پوري‌اړه نه لري او د طالبانو له لوري‌ نه دی شوی.‌

افغان حکومت وايي‌چې دا برید وسله والو طالبانو کړی او پراخ تلفات یې اړولي ‌دي .

خبریال وېبپاڼې ته د ننګرهار د روغتون ډاکترانو وویل چې تر دم ګړیه (۳) شهیدان او ۲۵ ټپیان وروړل شوي ‌او ښايي دا شمیرې نوري‌هم زیاتې شي‌.

دننګرهار د مرکزي‌زندان دروازه په موټر بم الوزول شوې او وسله وال په زندان ننوتي‌دي‌.

هم مهاله پر زندان باندي ‌دشا له لوري‌هم برید شوی دی چې ډزي‌لا هم دوام لري .

د ننرهار په فضا کې پوځي‌ چورلکې په ټیټ پروازونه کوي او د ننګرهار له هوايي‌ ډګره تور لګي ‌پورته کیږي.‌

په ټپیانو کې ۴ ماشومان دي چې دیوه روغتیا يي‌حالت د اندېښنې وړ دی .

نور جزیات وروسته؛ له موږ سره اوسئ

ننګرهار کې د تلفاتو شمیر نور لوړ شو!

خبریال وېبپاڼهامنیتي‌ چارواکيوايي‌چېاوسننګرهارکېیوځلبیاډزي

ننګرهار: هوايي‌ډګر؛محساواستنافمحکمهپهنښهشوي‌

خبریال وېب پآڼه ـ د ننګرهار نه تازه رارسېدلي‌راپورونه وايي‌ چې پر محبس د شوي‌برید سره هم مهاله د هغه ولایت پر هوايي‌ډګر هم درې توغندي‌را لوېدلي چې تاسیساتو اور اخیستی دی .

پر زندان باندي ‌د مخ له لوري‌ د درنې چاودنې برید شوی چې د چارواکو په ګومان موټر بم برید دی او د شا لخوا پر زندان ډزي‌کېږي‌.
په فضا کې الوتکې په ټیټ پرواز الوتنې کوي‌ .

د ننګرهار د ملکي ‌روغتون یوه ډاکتر خبریال وېیپاڼې ته وویل چې (۳) شهیدان او ۱۲ ټپیان ورته را وړل شوي‌دي‌.

په ننګرهار ښار کې د جګړې په ډګر کې ایسار د خبریال ډاټ کام همکار وايي‌چې سختي‌ډزې روانې دي‌او پولیسو او امنیتي‌ساتونکو لارې بندي‌کړې دي‌.

نورجوزیاتوروسته

جلال اباد: ۷ برید کونکي‌ ووژل شول اوتلفات نور هم جګ شول
لوی درستیز احمدضیا جلال اباد ته ورسېد
جلال اباد:جګړه روانه تلفات تر(۱۰۰) واوښتل
ننګرهار: د زندان د دروازې ټول ساتونکي ‌شهیدان شوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.