The news is by your side.

ننګرهار: پر محبس برید د ٨ بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار پر محبس برید چې اته ساعته یې دوام وکړ، د اتو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

خو عیني شاهدان وایي، د برید له ځایه اوس هم ډزې اورېدل کیږي او برید پای ته نه دی رسېدلی او د شرق له پلازې لا هم ډزې کیږي.

د دفاع وزارت لوی درستیز وایي محبس زندان د دوی په لاس کې دی او په محبس کې جګړه پای ته رسېدلې ده، پنځه بریدګر په محبس کې ووژل شول د بریدګرو له لوري درې زندانیان وژل شوي چې دوه تنه یې طالبان دي او په سیمه کې د ځواکونو له لوري تصفیوي عملیات روان دي.

جلال اباد: ټول (۱۰۲۵) زندانیان بیرته نیول شوي‌

خبریال وېبپاڼه – د ننګرهار په مرکزي ‌زندان کې ټولټال (۱۷۹۳زندانیانو شتون درلود چې برید وشو او له (۴۳۰زندانیانو پرته نور ټول بندیان له زندان نه وتښتېدل، ځیني‌زندانیان له پلان سره سم وتښتېدل او ځیني ‌زندانیانو د جګړې له وېري زندان پرېښود او ځانونه یې امنیتي ساتونکو ته وسپارل .

ددغو زندانیانو له برخې یو شمیر شهیدان او ټپیان شوي‌ هم دې چې دقیق شمیر یې نه دی روښانه؛ خو امنیتي ‌چارواکي ‌وايي چې (۱۰۲۵زندانیان یې بېرته نیولي‌ دي‌.

چارواکي وايي چې (۴۳۰زندانیان چې په زندان کې پاتې وو ژوندي ‌ژغول شوي او تصفیوي ‌عملیات دوام لري .

په جګړه کې د قربانیانو شمیر شیبه په شیبه تغیر کوي خو د ملي ‌امنیت چارواکو خبریال وېبپآڼې ته وویل چې تر دم ګړیه (۸)  ترهه ګر وژل شوي‌او د زندانیانو، ملکیانو په ګډون له نظامي سرتېرو سره سره ټول تر (۳۰زیات کسان شهیدان دي‌.

د ټپیانو شمیر تر (۹۰زیات بلل کیږي او د ننګرهار په ټولو روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی .

افغان چارواکي وايي چې د بریدګرو شمیر(۱۵ته رسېږي چې (۸)  یې وژل شوي او پاتې نور یې ډزې کوي

جلال اباد جګړهاوه برید کونکي‌ ووژل شولاوتلفات نور هم جګ شول

خبریال ېبپاڼه – د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار دننه جګړه لا هم دوام لري‌ خو اوس خبریال وېبپاڼې ته راسېدلي‌تازه معلومات ښيي چې د (۱۰)بریدګرو له جملې یې (۷کسان وژل شوي‌ او درې نور لا هم ډزي‌ کوي.

د ننګرهار د والي‌ویاند خوګیاڼی ددې خبرې پخلی کوي؛ خو د نورو تلفاتو شمېر (۸۰او وايي چې ۲۹ شهیدان او (۵۰زخمیان لرو؛ البته د خبریال وېبپاڼې ته د ملي امنیت سرچینو وویل چې شهیدان تر (۳۰) زیات او ټپیان تر (۹۰زیات دي‌چې هغوی کې ملکيوګړي چې ښځې او مشاشومان پکې شامل دي:امنیتي سرتېري‌ او ځیني‌زندانیان هم شامل دي.‌

د ملي‌امنیت سرچینې وايي‌ چې برید ګر په انتهايي‌مهارت جګړه کوي‌داسي ښکاري‌ لکه پاکستاني‌ کمانډویان یا په بله معنا د پآکستان د کمانډو روزل شوي ‌ترهه ګر .

د ننګرهار د ملي‌امنیت یوې لوړرتبه سرچینې دا خبره خبریال وېبپاڼې ته وکړه او زیاته یې کړه چې له صورت حال نه یې کابل خبر کړی دی .‌

سرچینه وايي چې دا سي اسناد یې هم موندلي‌دي چې برید ګر د ډیورنډ کرښې ها غاړه پرتلیفون خبرې کړي‌دي‌

  

لوی درستیز احمدضیا جلال اباد ته ورسېد

خبریال وېبپاڼه – دافغانستان لوی درستیر احمد ضیا د ننګرهار مرکز جلال اباد ته رسېدلی او د عملیاتو ساحې ته تللی دی .

نومړي ‌پوځ ته هدایت کړی چې د زندان به جګړه کې له پوره احتیاط نه کار واخلي‌ چې ولسي‌ وګړو ته تلفات وانه وړي‌. ‌

د ننګرهار په زندان کې دننه او په شرق پلازه کې لا هم ترهه ګر موجود دي ‌او پر امنیتي ‌ساتونکو ډزيکوي‌.

دا په  ننګرهار کې د تېرو (۲۰کلونو تر ټولو اوږده جګړه ده چې په جلال اباد کې دننه روانه ده.

دا جنګ پرون څه باندي‌ شپږ بجې پیل شو او تر اوسه یې دوام وکړپّ دغه نښته کې (۲۲کسان شهیدان شوي‌، درې ترهه ګر وژل شوي‌او (۸۵نور ټپیان دي‌.

جګړه دوام لري‌   

جلال ابادجګړه روانه تلفات تر(۱۰۰واوښتل

خبریال وېبپاڼه – دافغانستان په ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې لا هم د وسله والو ترهه ګرو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده .‌ د ملي‌امنیت سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې تر دم ګړیه(۲۲امنیتي‌ سرتېري؛ ولسي‌وګړي‌او زندانیان شهیدان شوي‌ او تر (۸۵نورټپیاندي‌

تر اوسه د (۳ترهه ګرو د وژل کېدو راپورونه هم تلاسه شوي ‌دي‌د ملي‌امنیت سرچینې وايي چې له زندان نه د تښتېدلو زندانیانو لوی اکثریت یې بېرته نیولی، خو د زندان په بارکونو کې لا هم ځیني ترهه ګر پټ دي‌.

دا جګړه چې اوس یې کابو شل ساعته وشول د یوه هاموي پوځي‌ ګاډي په مټ په ځانمرګي‌پیل شوه چې د ننګرهار د زندان دروازه یې والووزوله او پراخ تلفات یې واړول .

په جګړه کې د قربانیانو شمیر د ننګرهار چارواکي‌رسمآ‌کم ښيي او علت یې دا بلل کیږي چې په خلکو کې وېره لا زیاته نشي .

د جګړې سیمې ته کمانډو ځواکونه هم رسیدلي ‌دي‌ او پوځي سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې دوی له زوره او ځواک نه ځکه کار نه اخلي ‌چې د ولسي‌وګړو تلفات زیات نشي‌     

ننګرهار(۵۰کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې

خبریال وېبپاڼه – د اننګرهار امنیتي سرچینې وايي چې په برید کې د زندان په دروازه کې په لمړي‌برید کې (۷کسان شهیدان شوي‌ دي؛ او بهر (۵نور شهیدان لرو . ټول ټال (۳۷کسان ټپیان دي‌ چې د ځینو روغتیا يي‌ حالت د اندېښنې وړ دیپه ټپیانو کې ماشومان او ځیني‌زندانیان هم شامل دي .‌

تر دم ګړیه (۲۹تښتېدلي زندانیان بېرته امنیتيساتونکو نیولي ‌خو لسګونه لا هم ورک دي.

شرق پلازه کې درې بریدګر پر خلکو ډزي کوي ؛ د ننګرهار په زندان کې اور بل دی او د زندان له مینځ نه لوخړي‌پورته کیږي .‌

سرچینې خبریال وېبپاڼې ته وویل چې ټول بریدګر(۱۰کسان دي ‌چې (۳یې هلاک شوي‌ شوي ‌او (۷یې لا هم ډزي‌کوي .

هم دا شیبه افغان امنیتي ساتونکي د زندان له درېیمې دروازې هم ورتیر شول او د زندان مینځ کې یې له بریدګرو سره جګړه روانه ده .

د شرق پلازې ته ختلي ترهه ګر پر افغان امنیتي‌ځواکونو هدفي ډزې کوي چې تلفات یې هم اړولي‌ دي‌.

ځايي چارواکي‌ وايي چې ښايي په کورونو کې هم خلکو ته تلفات اوښتي‌ وي؛ خو دمګړی نه معلومیږي‌ چې څومره به وي؛ ځکه شرق پلازه کې ځیني فلټونه هم د اوسېدلو لپاره شته دي .     

ننګرهارد زندان د دروازې ټول ساتونکي ‌شهیدان شوي

خبریال وېبپاڼه – د ننګرهار د ملي ‌امنیت چارواکو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د موټر بم په لمړي‌ برید کې د زندان ټول ساتونکي ‌شهیدان شوي‌ او بریدګر زندان ته ننوتي ‌دي‌.

له زندان نه تښدېدلي زندانیان په زوره د خلکو کورونو ته ننوزي ؛ څلور بریدګر د زندان سره په خواکې لوړپوړې ودانۍ ته ختلي‌او پراخې ډزي ‌کوي .

یو شمیر زندانیانو ته هم تلفات اوښتي‌دي؛ خو تر اوسه یې دقیقه شمیره نه ده روښانه .

د ننګرهار زندان له منځه تورلوګي را پورته کیږي‌ او سخته ناورین وهلې فضا ده .  

طالبانننګرهار برید موږ پوري‌تړاو نه لري

خبریال ویبپاڼه – د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبریال وېبپاڼې همکار ته ویلي‌ چې دا برید په دوی پوري‌اړه نه لري او د طالبانو له لوري‌ نه دی شوی.‌

افغان حکومت وايي‌چې دا برید وسله والو طالبانو کړی او پراخ تلفات یې اړولي ‌دي .

خبریال وېبپاڼې ته د ننګرهار د روغتون ډاکترانو وویل چې تر دم ګړیه (۳) شهیدان او ۲۵ ټپیان وروړل شوي ‌او ښايي دا شمیرې نوري‌هم زیاتې شي‌.

دننګرهار د مرکزي‌زندان دروازه په موټر بم الوزول شوې او وسله وال په زندان ننوتي‌دي‌.

هم مهاله پر زندان باندي ‌دشا له لوري‌هم برید شوی دی چې ډزي‌لا هم دوام لري .

د ننرهار په فضا کې پوځي‌ چورلکې په ټیټ پروازونه کوي او د ننګرهار له هوايي‌ ډګره تور لګي ‌پورته کیږي.‌

په ټپیانو کې ۴ ماشومان دي چې دیوه روغتیا يي‌حالت د اندېښنې وړ دی .

نور جزیات وروسته؛ له موږ سره اوسئ

ننګرهار کې د تلفاتو شمیر نور لوړ شو!

خبریال وېبپاڼه – امنیتي‌ چارواکيوايي‌چېاوسننګرهارکېیوځلبیاډزي

ننګرهارهوايي‌ډګر؛محساواستنافمحکمهپهنښهشوي‌

خبریال وېب پآڼه ـ د ننګرهار نه تازه رارسېدلي‌راپورونه وايي‌ چې پر محبس د شوي‌برید سره هم مهاله د هغه ولایت پر هوايي‌ډګر هم درې توغندي‌را لوېدلي چې تاسیساتو اور اخیستی دی .

پر زندان باندي ‌د مخ له لوري‌ د درنې چاودنې برید شوی چې د چارواکو په ګومان موټر بم برید دی او د شا لخوا پر زندان ډزي‌کېږي‌.
په فضا کې الوتکې په ټیټ پرواز الوتنې کوي‌ .

د ننګرهار د ملکي ‌روغتون یوه ډاکتر خبریال وېیپاڼې ته وویل چې (۳شهیدان او ۱۲ ټپیان ورته را وړل شوي‌دي‌.

په ننګرهار ښار کې د جګړې په ډګر کې ایسار د خبریال ډاټ کام همکار وايي‌چې سختي‌ډزې روانې دي‌او پولیسو او امنیتي‌ساتونکو لارې بندي‌کړې دي‌.

جلال اباد: ۷ برید کونکي‌ ووژل شول اوتلفات نور هم جګ شول
لوی درستیز احمدضیا جلال اباد ته ورسېد
جلال اباد:جګړه روانه تلفات تر(۱۰۰) واوښتل
ننګرهار: د زندان د دروازې ټول ساتونکي ‌شهیدان شوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.