د محمد نبي خېریه بنسټ د داخلي بېځایه شویو هېوادوالو سره مرسته وکړه

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر محمد نبي خېریه بنسټ یو ځل بیا د بې وزله هېوادوالو مخنیوي ته راوړاندې شوی دی، چې په دې سخت وخت کې یې د خلکو لاسنیوی کړی دی.

د یاد بنسټ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: ((د نبي خیریه بنسټ د وروستیو جګړو له څه باندې اویا کورنیو سره نغدي مرسته وکړه. دغه مرستې د کابل په سرای شمالي او د نوي ښار پر بې ځایه شویو خلکو وویشل شوې.))

دوی همدا راز زیاتوي: ((موږ غوښتل جې د تېرو مرستو په شان یو ځل بیا هم له بې ځایه شویو سره د خوراکي توکو مرستې وکړو، خو دا چې زیاتره بې ځایه شوي لا د اوسېدو لپاره حتا خیمې هم نه لري او د تودوخې تر ۳۵ درجې ګرمۍ کې اوسیږي، زیاتره کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره پیسو ته اړتیا لري، نو ځکه موږ هم وپتیله چې مستحقو کورنیو ته په لاس کې شته مرستې په نغده توګه ورسو.))

دوی وايي: ((بله دا چې د سلام  روغتیايي کلنیک د ډاکټرانو په مرسته مو تر ۳۰۰ ډېرو ناروغو ماشومانو کتنه او پر هغو اړین درمل هم وویشل، چې مننه ترې کوو.))

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده: ((د خېرښېګڼې په دغه کار کې د محمد نبي خیریه بنسټ سره ملګري شئ. زیاتره کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لري، چې دا ټول یوازې د نبي خیریه بنسټ پر وس پوره نه دي. نو ستاسو ملتیا د بنسټ پیاوړتیا او د خلکو په سوکالۍ کې خپل ځای لري.))

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com