خبریال وېبپاڼه/ په منځني عمر کې د سبزیجاتو استعمال د زړه د ناروغیو خطر کموي
له دوو نوو څېړنو څخه موندل شوې، که چېرته د منځني یا پوخ عمر کسان د غوښې خوراک کم کړي او په ځانګړي توګه د شنو پاڼو لرونکې سابه په خوراکي توکو کې شامل کړي، نو د زړه د حملې او نورو ناروغیو مخه به یې ونېول شي.
ډېرې میرمنې منځني عمر څخه وروسته د زړه په ناروغیو اخته کېږي، نو که چېرته په دې عمر ښځې د سبزیجاتو خوراک خپل عادت وګرځوي، نو زړه یې ځواکمن او صحت پاتې کېږي.
همدا لامل دی چې امریکایي روغتیاپالان په خوراکي توکو کې د مېوو او سبزیجاتو په استعمال ټینګار کوي. چې په دې کې په غلو، سبزیجاتو، وچو مېوو، دالو او نور توکي شامل دي او له وازدې، سرې غوښې او خوږو مشروباتو څخه د پرهېز مشوره شوې ده.
د یادې څېړنې له مخې معلومه شوې که چېرته په منظم ډول سره مېوې او سبزیجات استعمال شي، نو د نورو کسانو په پرتله به مو د وینې فشار او د زړه ناروغیو خطر تر ۵۲ سلنو پورې کم وي.
دغه راز په دویمه څېړنه کې چې تر شلو کلونو پورې یې دوام درلود، معلومه شوه چې د شنو سبزیجاتو په استعال سره د زړه د ناروغیو خطر تر پنځلس سلنو پورې کمېږي.