هغه لارښونې چې تر بریا مو رسوي

خبریال وېبپاڼه / پر ځان سخته تیرول، بې خوبه کیدل او نا ارامي زغمل د بریالیو خلک ښکاره ځانګړنې دي؛ ددې لپاره چې تاسې هم د بریا په پل واوړﺉ، نو لازمه ده چې لاندې لارښونې په عمل کې راولﺉ.

لومړی: له انټرنټ کارولو ډډه وکړﺉ.
دوهم: هره ورځ پینځلس دقېقې د پلان په طرحه کولو مصرف کړﺉ.
دریم: خپل ورځنې ژوند په خپل محلي دود سینګار کړﺉ.
څلورم: شکایت مه کوﺉ او له کاره مو راضي اوسﺉ.
پنځم: هره ورځ له ٣ تر ٦ مهمو کارونو ته لومړیتوب ورکړﺉ.
شپږم: دا زده کړﺉ چې له یوازیتوب څنګه خوند واخلﺉ،ددې جملې موخه داده چې د وخت په تیریدو سره ممکن ستاسو کار مشر تاسې داسې ځای ته د دندې لپاره ولویږي، چې هلته به یواځې یاست او په یواځې ځان به ساعتونه ساعتونه کار کوي.
اووم: هره ورځ له ١٠ تر ٣٠ دقیقو د لوست لپاره ځانګړی کړﺉ.
اتم: هغه ژمنې واورﺉ او د عمل جامه ور واغوندﺉ چې تاسې له چاسره کړي دي.
نهم: د هر کال لپاره ځانته ځانګړې موخې وټاکﺉ، یعنې دا ټارګیټ ګړﺉ چي زه به ددې کال تر پایه دا موخې ترلاسه کوم.
لسم: یو قدم مخته ولاړ شﺉ، یعنې پر ځان سخته تیره کړﺉ؛ څو یو نوی مهارت زده کړﺉ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com