دغه عادتونه خپل کړﺉ؛ ژوند به مو سم شي

خبریال وېبپاڼه /که تاسې دغه عادتونه خپل کړﺉ، نو تاسې بریالي اشخاص بلل کیږﺉ؛ ژوند به مو ورسره سم او ښکلی شي.

١: هغه خلک وپیژنی او ناسته پاسته ورسره کمه کړﺉ چې تاسې ته ګټه نه درسوي یعنې هغه خلک چې منفیات خپروي.

٢:ځان مو مطالعه کړﺉ او په دې ځان ډاډمن کړﺉ چې تاسې یو ارزښت لرونکی شخصیت یاست.

٣: که تاسې هغه خلک د ملګرتیا له لیسته بهر کړﺉ چې تاسې ته ګټه نه درسوي، نو تاسې فکر مه کوﺉ چي مجرم به یاست، بلکې ستاسو دا دریځ د ستایلو دی.

٤: له هغه چاسره بحث او استدلال مه کوﺉ چې ناپوهه وي او یا منفیات خپروي.

٥: هڅه دا وکړﺉ چې نور خلک ځان ته راجذب کړﺉ.

٦: د یو نوي ذوقي کار په لټه کې اوسﺉ او په دی فکر وکړﺉ چې څنګه يي پیل کړم.

٧: خپله حافظه مو تنظیم او فعاله وساتی.

٨: د ښو خلکو عادتونه خپل کړﺉ او په دې برخه کې له خلکو تقلید په کار دی.

٩: د منفي افکارو پر ځای مثبت افکار وکړﺉ.

١٠: هغه شیان له ځان سره یاداښت کړﺉ چې تاسې ته ارزښت لري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com