خبریال وېبپاڼه / ټاکل شوې د زمبابوې کرېکټ ملي لوبډله راتلونکي جنورۍ میاشت سرېلانکا کرېکټ لوبډلې سره د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سرېلانکا ته په سفر ولاړه شي.
د زمبابوې او سرېلانکا تر منځ یاده لوبلړۍ به د جنورۍ له ۱۰مې پیل او تر ۲۳مې نېټې به ترسره شي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ په افریقا کې د کووېډ نولس د نوي ډول د خپرېدو له کبله درول شوې وه.
په ورته مهال څو ورځې وړاندې د وېسټ انډیز کرېکټ ملي لوبډله هم پاکستان سره د درې شل اوریزو او دریو یو ورځنیو لوبو لپاره پاکستان ته تللې.
د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله تازه وخت له بنګله دېش سره د ټېسټ لوبو له ګټلو وروسته خپل هېواد ته ستنه شوې او ټاکل شوې چې له وېسټ انډیز سره درې شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې د کرېکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام سوپر لیګ د دیارس لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو ټورنمټونه په لاره اچولي چې د دوه کلونو په موده کې ترسره کیږي چې د 2023ز کال نړیوال جام لپاره به اته غوره لوبډلې ووځي.
یاده دې وي چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به هم ۲۰۲۲م کال په جریان کې د پاکستان او اسټرالیا لوبډلو سره د سیالیو لپاره کوربتوب وکړي او دا راز به هند، بنګله دېش او سریلانکا سره د مخامخ کېدو لپاره یادو هېوادونو ته سفر وکړي.