انګلینډۍ لوبډله د لوبی د بایللو ترڅنګ نغدی جریمه هم شوه

خبریال وېبپاڼه / د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې د اشیز سیریز په لومړۍ لوبه کې انګلینډ نه یوازې لوبه وبایلله، بلکې د سلو اوور ریټ له امله یې لوبډله نغدي او پنځه نومرې هم جریمه شوه.

د کرکټ نړیوالې شورا د پریکړې له مخې انګلینډۍ لوبډله د سلو اوور ریټ له امله د میچ سل سلنه فیس چې نږدې ۱۳۵زره پونډه کیږي جریمه شوه او دغه راز یې د ټیسټ اتلولیو پنځه نومرې هم له لاسه ورکړې.

له دې وړاندې یاده لوبډله څه موده مخکې د هند په وړاندې ټیسټ لوبه کې هم د سلو اوور ریټ له امله جریمه شوې وه چې د ټیسټ اتلولیو دوه نومرې یې کمې شوې وې.

په معین او مشخص وخت کې د ټاکل شوو اندازه اورونه نه بشپړول هغه څه دي چې د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو او قوانینو له مخې پرې لوبډلې او لوبغاړي وخت ناوخت جریمه کیږي.

یاده دې وي چې د استرالیا او انګلینډ په لومړۍ ټيسټ لوبه کې د استرالیا توپ وهوونکی ټریوېس هېډ هم د خرابې ژبې کارولو له امله د لوبې پنځلس سلنه فیس جریمه شوی دی.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com