د منفي احساساتو د کنترول لپاره غوره لاره

خبریال وېبپاڼه/ د منفي احساساتو لومړی ګوزار د هیلو وژل وي، د پرمختګ مخنیوی يې دوهم اقدام دی، دغه راز مو د تصمیم او پلان نیولو ته هم نه پریږدي.

ددې لپاره چې مخته ولاړ شﺉ او خپلې موخې را ونیسی، لومړی خپل بدني چاپیریال او حالت ښه مطالعه کړﺉ، که مو ځان مسوله نه بولﺉ، وروسته له دې خپل ځان د خپلو کړنو مسول وبولﺉ،

که کوم چا در څخه د یو نیک کار مشوره وغوښتله، نو نېکه مشوره ورکړﺉ، منفي افکار وغورځوﺉ، او ملي موخې شحصي موخې مه کرځوﺉ.

که هرې موضوع ته منفي فکر وکړای شي، نو بیا خو باید ماتې ته سر له اوسه هر کلی وکړای شي، احساسات او فکر ستاسو د ژوند سره تړلي موضوع ده؛ که کنترول يې کړﺉ، نو خپلې چارې مو پرې له هر ډول نیوکو او ستونزو ژغورلی شﺉ.

که تاسې په بیړې سره پریکړه وکړﺉ او له احساساتو کار واخلﺉ؛ دا چاره مو په راتلونکې کې پښېمانه کولای شي.

ددې لپاره چې منفي افکار او احساسات کنترول کړﺉ، لومړی موضوع ته له هرې زاویې وګورﺉ، پیل يې په مثبت فکر وکړﺉ، ښه يې وسنجوﺉ او بیا له پوره غور وروسته د عمل جامه ور واغوندﺉ، په ټولنیز ژوند کې ښېکڼه اوبدي کول د یو شخص په فردي کړنې پورې ټړاو لري، که چا درسره ښه سلوک نه کاوه، نو تاسې ورسره جدي چلند مه کوﺉ، او پر وړاندې يې مخالفت او غبرګون هم مه ښکاره کوﺉ.

منفي احساسات وشړﺉ، ځکه دا چاره تاسې مایوسۍ سوق کوي او مایوسي د انسان هیلې وژني، مه پریږدﺉ چي د خپلو موخو ښکار شﺉ، اسانه کارونه هر څوک کولای شي، مونږ باید مقاومت وکړو او د خپلو تیروتنو جبران ورکړو.

هڅه وکړﺉ چي له منفي نظریاتو ډډه وکړﺉ او په هغه مجلس کې چې منفیاتو ته لمن وهل کیږي، کوښښ وکړﺉ چي مخه يې ونیسﺉ؛ که مو له وسې نه وه پوره، ناسته پاسته ورسره پریږدﺉ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

WP2Social Auto Publish Powered By : XYZScripts.com