خبریال وېبپاڼه / د افغانستان د کورني کرکټ یا فرسټ کلاس سیالي چي د افغانستان تر ټولو مهمي لوبي دي، یادی سیالي چي یوه میاشت مخکي پیل شوې وي، چي د یادو لوبو اتلولۍ د بند امیر لوبډلۍ په خپل نوم کړه.
د افغانستان د کورني کرکټ یا فرسټ کلاس سیالیو پایلوبۍ ته د امو زون او بند امیر لوبډلي رسیدلی وي، چي په یاده لوبو کی بند امیر لوبډلې بریا ترلاسه کړه او د دریم ځل لپاره يي د فرسټ کلاس سیالیو اتلولي په خپل نوم کړه.
د افغانستان کورني سیالیو فرسټ کلاس پایلوبه کې لومړۍ توپ وهنه امو زون لوبډلې ترسره کړه، د امو زون لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۰۳ منډې ترلاسه کړي، چې د امو زون لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې جمعه ګل تر نورو لوبغاړو ښه وځلیده او ۸۵ منډې یې ترلاسه کړې.
همدارنګه بند امیر لوبډلې په خپل لومړي وار توپ وهنه کې ټولې ۱۹۳ منډې ترلاسه کړې، د بند امیر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ضیاءالحق تر ټولو ډیرې ٤٤ منډې ترلاسه کړي.
دوهمه پاڼۍ کې یو ځل بیا د امو لوبډلې لوبغاړي ښه ونه ځلېدل او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ناصر جمال د نیمه سلیېزې پرمټ۱۱۷ منډې وکړې، چې پنځه لوبغاړي پکې پرته له کومې منډې وسوځېدل.
بند امیر لوبډلې یاد هدف د دریو لوبغاړو په سوځېدو د لوبډلمشرافسر ځاځي په پنځوسیزې سره پوره کړ او د یادو سیالیواتلولي یې پخپل نوم کړه.
توپ اچونه کې د بند امیر لپاره نجات مسعود په دواړوپاڼیو کې نهه او حمزه هوتک اووه لوبغاړي وسوځول؛ خو دامو لپاره بیا ذوهیب شپږ تو محمد سلیم پنځه لوبغاړي پهدواړو پاڼيو کې وسوځول.
پدغو سیالیو کې تر ټولو زیاتې منډې ریاض حسن ۶۳۶جوړې کړې، تر ټولو زیاتې ویکټې زهیب ۳۲ واخیستې.
په یوه لوبه کې تر ټولو زیاتې منډې عبدالمالک ۲۲۰ جوړېکړې او منیر احمد هم په یوه لوبه کې تر دوه سوو زیاتېمنډې جوړې کړې.
ریاض حسن په یادو سیالیو کې پنځه سلیزې ترسره کړې اوهم په پنځوسیزو کې تر نورو لوبغاړو مخکښ وو.
د یادونې وړ ده چې فرسټ کلاس په کورني کرېکټ کې ترټولو مهمې سیالۍ دي، چې د ټیسټ کرېکټ په پیاوړتیا کې خورا مهم رول لري او هم ترې ملي لوبډلې ته لوبغاړي غورهکېږي.