خبریال وېبپاڼه /د پاکستان سوپر لیګ یا پي ایس آیل لیګ د اووم پړاو سیالیو لپاره د شاملو شپږو لوبډلو لخوا خپل ساتل شوي لوبغاړي اعلان شول چې په یادو لوبغاړو کې افغان لوبغاړي هم شتون لري.
همدارنګه ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۲ م کال اووم پړاو پاکستان سوپر لیګ یا psl لیګ لپاره به د لوبغاړو بولی د رواني ډسمبر د میاشتي ۱۲ مه نېټه ترسره شي.
د اوو پړاو psl لیګ کې دوه افغان لوبغاړي خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي دي.
راشد خان په (پلاټینیم کټګورۍ) کې له خپلي پخوانۍ لوبډلې لاهور قلندرز سره پاتې شوي دی.
خو محمدنبي د پخوانۍ لوبډلې کراچۍ کینګز سره په( ډیمنډ یا الماسو کټګورۍ) کې پاتې شوی.
د یو شمیر راپورونو له مخې چې د اووم پړاو پاکستان سوپر لیګ یا psl لیګ لپاره د افغانستان په ګډون د نړی د ۳۲ هېوادونو څخه تر ۴۲۴ زیاتو بهرنیو لوبغاړو نوم لیکنه کړې ده.